ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ځينې غړي: بهرنيان ټاکنيزې ستونزې نه شي هوارولاى

author avatar
5 Jul 2014 - 15:32
author avatar
5 Jul 2014 - 15:32

کابل(پژواک١٤چنګاښ٩٣): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي ، بهرنيان نه شي کولاى چې د افغانستان ټاکنيزې ستونزې هوارې کړي، نو د لاس وهنو مخنيوى يې بايد وشي .

په افغانستان کې ټاکنيز ستونزو وروسته تر هغه زور واخيست ،چې د ولسمشرۍ يو کانديد ډاکټر عبدالله  عبدالله په ټاکنو کې ځينې کسان په درغليو تورن کړل او له ټاکنيزو کمېسيونونو سره يې خپلې اړيکې پرې کړې.

د دې ستونزو د هواري لپاره ملګرو ملتونو،اروپايي ټولنې  او د امريکا متحده ايالاتونو هڅې پيل کړې دي.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازى نادرخان کټوازى وايي،چې بهرنيان نه شي کولاى د افغانستان ټاکنيزو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي، نو په دې پروسه کې د بهرنيانو د لاس وهنې مخنيوى بايد وشي.

هغه زياته کړه : ((موږ پر خپلو کمېسيونونو بايد باور وکړو دا خارجيان زموږ ستونزې نه شي حل کولاى نورې  به يې زيات کړي، که سبا موږ په خپل ولسمشر بې باوره شو، بيا به خارجيانو ته سوال کوو، چې راشي او  زموږ ستونزې حل کړي .))

ده د ولسمشرۍ له کانديدانو غوښتنه وکړه،چې د ټاکنيزو کمېسيونونو پرېکړو ته احترام وکړي او هيواد له روانو ستونزو خلاص کړي .

په ياده جرګه کې د کندوز استازې شکريه پيکان هم په دې باور ده،چې بهرنيان نه شي کولاى د افغانستان ټاکنيزې لانجې هوارې کړي .

هغې وويل،چې د افغانستان ټاکنيز کمېسيونونه بايد له قانون سره په دې برخه کې پيدا شوې ستونزې هوارې کړي .

پيکان د ټاکنو له کمېسيون څخه غوښتنه وکړه،چې له ټاکنيز مهال وېش سره سم د ټاکنو پايلې اعلان کړي، ترڅو په دې اړه له خلکو سره پيدا شوې اندېښنې پاى ومومي .

ټاکل شوې وه،چې د روانې مياشتې په ١١مه د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شي، خو د ټاکنو کمېسيون د لومړنيو پايلو اعلان روانې دوشنبې ورځې ته ځنډولى دى .

پيکان دا هم وويل،چې تر اوسه د ټاکنو پايلې نه دي اعلان شوي ،خو يو شمېر کسان ټاکنيزو کمېسيونونو ته اخطار ورکوي،چې د ټاکنو پايلې بايد اعلان کړي .

هغې وويل،چې دغه ګواښونه په هيڅ ډول نه شي کولاى د ټاکنو پر پايلو کوم اغېز ولري او دغه ډول کړنې يواځې افغانستان ته ستونزې زيږوي .

دغه راز په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمه عزيز وايي، د افغانستان لپاره ډير د خواشينۍ ځاى دى،چې بهرنيان يې د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره راغلي دي .

هغې زياته کړه : ((موږ د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو په کمېسيون کې دوه تنه بهرنيان ونه منل، نو اوس ولې خپله ستونزه پر بهرنيانو حل کوو.))

د ټاکنو قانون د تصوبيدو پر مهال د ملي شورا يو شمېر غړو ټينګار کاوه،چې د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې بايد دوه تنه بهرنيان هم شتون ولري، خو ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ولسمشر په ياد کمېسيون کې د بهرنيانو شتون رد کړ .

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې او ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لومړنۍ پايلې د چنګاښ په ١٦مه او وروستۍ پايلې يې د چنګاښ په ٣١مه اعلان شي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.