ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ګمرک عوايد ٢١ سلنه لوړ شوي

author avatar
5 Jul 2014 - 13:30
author avatar
5 Jul 2014 - 13:30

کندهار (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): د کندهار د ګمرک مسوولين وايي، که څه هم د ټاکنو اوږدې پروسې پر سوداګرۍ او اقتصادي حالت اغېز کړى، خو د تېر په پرتله د دغه ولايت د ګمرک په عوايدو کې ٢١ سلنه زياتوالى راغلى دى.

د کندهار د ګمرک رييس سيد جمال هاشمي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د ټاکنو د پروسې له پيله بيا تر دې مهاله يوازې د (غويي او غبرګولي) په مياشتو کې د عوايدو کچه يو څه ټيټه شوې وه، خو روانه چنګاښ مياشت بېرته ښه شوې ده.

هغه زياته کړه، د پخوا په پرتله اوس د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شوې، دغه راز د ګمرک په سيستم کې هم ورځ تر بلې مثبت بدلونونه راځي او يو شمېر پرمختللي سامان الات نصب شوي، چې دا ټول په روان مالي کال کې د ګمرک د عوايدو د لوړېدو لاملونه دي.

نوموړي وويل، که د روان مالي کال د شپږو مياشتو ترلاسه شوي عوايد د تېر کال د شپږو مياشتو له عوايدو سره پرتله کړاى شي، نو ٢١ سلنه لوړوالى په کې راغلى دى.

دى وايي، په تېر ٢٠١٣ زېږديز کال کې که څه هم هغوى ته د عوايدو په برخه کې ٢ ميليارده او ٥ سوه ميليونه افغانۍ هدف ورکړل شوى و، خو هغوى په دغه کال کې ٢ ميليارده او ٢٢ ميليونه افغانۍ عوايد لاس ته راوړل چې بيا هم د تېر په پرتله لوړ وو.

د نوموړي په وينا، د روان ٢٠١٤ کال لپاره ورته د عوايدو په برخه کې ٢ ميليارډه او ٧ سوه ميليونه افغانۍ هدف وړل شوى او اوس چې د خپلو شپږو مياشتو عوايدو ته ګوري، نه يوازې د عوايدو کچه د تېر کال په پرتله لوړه ده، بلکې د کال تر پايه به ټاکل شوى هدف هم پوره کړي.

اشمي وويل، ډېرى افغان سوداګر د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې واردات کوي، خو دا چې دغلته پاکستاني چارواکي افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او دغه راز له کراچۍ بندر څخه کندهار ته پر غځېدلې لاره کله نا کله د ناامنۍ پېښې کېږي، دغه راز مسايل د کندهار د ګمرک پر عوايدو خپل اغېز کوي.

د ده په خبره، کله چې افغان سوداګر په کراچۍ بندر کې له ستونزو سره مخ وي، نو بيا هڅه کوي خپل تجارتي مالونه د اسلام کلا او عباس بندرونو له لارې هېواد ته راوړي، خو توپير دا دى چې يادې لارې د کراچۍ د بندر د لارې په پرتله ګرانې تمامېږي.

خو نوموړي يادونه وکړه چې اوس مهال په کراچۍ بندر کې څه نا څه ستونزې هوارې شوې، چې ورسره د کندهار د ګمرک عوايد ښه شوي، خو بيا هم د تېر په پرتله له يادې شوې لارې لس سلنه واردات کم شوي دي.

افغان سوداګر د کراچۍ بندر له لارې له چين، ماليزيا، اندونيزيا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو څخه بېلابېل خوراکي توکي، درمل، رخت او د ژوند له بېلابېلو اړخونو سره تړلي وسايل او سامان الات راواردوي.

د کندهار د ګمرک رييس وايي چې هغوى سوداګرو ته د پخوا په پرتله ګڼې اسانتياوې رامنځته کړي او له ځنډ پرته په موټرونو کې بار سامان الات په لنډه موده کې محصولوي.

نوموړي يادونه وکړه، چې تر هغه وروسته چې په کندهار کې د اسکوډا سيسټم فعال شوى له ګمرک څخه د عوايدو د فرار پېښې کمې شوې دي.

هغه وويل د دې کار د مخنيوي په موخه يې د کندهار- سپين بولد پر لويه لاره د ارغستان په سيمه او د کابل- کندهار پر لويه لاره د دامان په سيمه کې چک پاينټونه جوړ کړي دي.

هاشمي دغه راز د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ګمرک د پرمختللې ودانۍ د جوړېدو د چارو د بشپړېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه ودانۍ به ډېر ژر پرانيستل شي، چې له مخې به يې د کندهار د ګمرک عوايد نور هم لوړ شي.

د ګمرک دغه پرمختللې ودانۍ په ٦٢ جريبه ځمکه کې د ٢٥ ميليونه ډالرو په لګښت د کاناډا او امريکا هېوادونو له خوا جوړه شوې ده.

د ګمرک دغه ودانۍ په عصري توګه جوړه شوې چې د اړتيا وړ ټولې اسانتياوې به ولري.

په سپين بولدک کې مخکني ګمرکي تاسيسات له له ډيورنډ کرښې څخه ٨ کيلو متره ليرې دي، چې په دې ساحه کې د مالونو د ذخيره کولو ګڼې منډوي ګانې موجودې دي او ډېر مهال خلک د ګمرک د محصول له ورکولو فرار کوي.

د ګمرک د نوې ودانۍ په جوړېدو سره، چې ګډې پولې ته څېرمه جوړېږي، د عواېدو د فرار او تېښتې مخنيوى وشي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.