ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان د خوړو په بدل کې کروندګر د کوکنارو کرلو ته هڅوي”

“طالبان د خوړو په بدل کې کروندګر د کوکنارو کرلو ته هڅوي”

author avatar
5 Jul 2014 - 15:04
“طالبان د خوړو په بدل کې کروندګر د کوکنارو کرلو ته هڅوي”
author avatar
5 Jul 2014 - 15:04

زرنج (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): په نيمروز ولايت کې له يوې خوا د کوکنارو کروندې په ډېرېدو دي له بلې خوا وسله وال مخالفين کروندګر اړباسي، چې د دغه ناوړه بوټي کرلو ته مخه کړي.

د خاشرود ولسوال محمدهاشم وايي، چې د نشه يي توکو مافيا د وسله والو طالبانو په مرسته د کوکنارو تر کښت وړاندې بې وزلو کروندګرو ته خوراکي توکو په پور ورکوي او دوى د کوکنارو کښت ته هڅوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چې کروندګر د پور ورکولو توان نه لري، وسله والو مخالفين ترې د کوکنارو د پلور پر مهال د حاصل پيسې اخلي او له دې لارې د کروندګرو له مجبوريت څخه ګټه اخلي.

خاشرود له هلمند ولايت سره په سرحد کې پرته ولسوالۍ ده، چې د دې ولسوالۍ د ولسوال په وينا، چې طالبانو په کې له هلمند ولايت څخه نفوذ کړى او په نا امنه کولو سره يې کروندګر له ناچارۍ د کوکنارو کښت ته اړ شوي دي.

يوه کروندګر، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل: ((بل کسب و کار نشته، يواځې درې جريبه ځمکه لرم او اړ يم چې کوکنار پرې وکرم.))

هغه زياته کړه، چې طالبان له هلمنده راځي او د کوکنارو تر کښت وړاندې بې وزلو کروندګرو ته اوړه، وريجې او غوړي ورکوي او د کوکنارو د حاصل پر مهال ترې د دغو خوراکي توکو پيسې غواړي.

دغه کروندګر زياته کړه: ((په ژمي کې يې موږ ته اوړه او وريجې راکړې وې او کله مو چې په وري مياشت کې حاصلات واخيستل، نو د طالبانو پيسې مو ورکړې او که مو نه واى ورکړې، نو ټول حاصلات يې رانه اخيستل.))

د نيمروز د کرنې رييس محمد اکبر شريفي وويل، چې د دلارام ولسوالۍ کروندګر د وسله والو طالبانو له وېرې له دولت څخه سره او د کر تخم نه شي اخيستلى.

هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبان هغوى هڅوي، چې د حبوباتو پر ځاى کوکنار وکري.

شريفي د اندېښنې په څرګندولو وويل، چې د کرنې وزارت يوه اندازه کيمياوي سره او د غنمو کرنيز ت هم د کرنې رياست په واک کې ورکوي او تېر کال يې کروندګرو ته ٦٣ ټنه کيمياوي سره او ١٨٠ ټنه د کر تخم پر کروندګرو وېشلى، چې يواځې د لس سلنه کروندګرو لپاره بسنه کوي.

نوموړي د کوکنارو د کښت له زياتوالي هم خبر ورکړ او ويې ويل، چې تېر کال ٢١٠٠ هکتاره ځمکه په خاشرود، چهاربرجک او دلارام کې کوکنار شوې وه، خو سږ کال دغه اندازه ٢٦٥٠ هکتارو ته رسېدلې ده.

هغه زياته کړه، چې په کنګ، چخانسور ولسواليو او د نيمروز په مرکز زرنج کې امنيت خوندي شوى او کروندګرو يې د خټکيو او هندواڼو کر ته مخه کړې او د کوکنارو په پرتله حلال او ښه حاصل اخلي.

د نيمروز له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس وويل، چې سږ کال نه دي توانېدلي، چې په ځينو سيمو کې د يو شمېر ستونزو له امله د کوکنارو کروندې له منځه يوسي.

هغه زياته کړه، چې د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کوي او تېر کال يې په درېيو ولسواليو کې د کوکنارو ١٢٠ هکتاره ځمکه اړولې ده.

دغه سرچينې امنيتي ستونزې شرحه نه کړې، خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط وويل، چې امنيتي ځواکونه د ټاکنيزو حوزو د امنيت په نيولو بوخت وو او د کوکنارو د کروندو د له منځه وړو کمپاين لپاره پوره ځواک نه و.

د خاشرود يوه کروندګر عبدالحق وويل، چې دولت له دوى سره مرسته نه ده کړې او اړ دي، چې کوکنار وکري.

هغه زياته کړه: ((موږ خپلې ځمکې له څاه او واټرپمپ څخه اوبوو، موږ ته ګرانه ده چې غنم يا بل څه وکرو.))

د نيمروز يوه ديني عالم مولوي عزيز احمد وويل، چې د نشه يي توکو پېر، پلور او کر د اسلام له نظره حرام دى او له دې لارې ترلاسه شوې پيسې هم حرامې دي.

هغه وويل، چې روږدي د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار شوي، غلاوو او فحشا ته مخه کوي، چې دا ټول د نشه يي توکو له کښت او توليد څخه سرچينه اخلي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې او د جرمونو د کنټرول لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNODC) د معلوماتو له مخې افغانستان هغه هېواد دى چې پر نشه يي توکو څه باندې يو ميليون روږدي لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو ١٣ کلونو په اوږدو کې څه باندې اوه ميليارده ډالر د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې لګېدلي، خو لا هم افغانستان د نړۍ ټولنې په شتون او پراخو مرستو سره سربېره د تارياکو په برخه کې د نړۍ په کچه لومړى مقام لري.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، که څه هم په هېواد کې د کوکنارو يوه زياته کرل کېږي، خو له دې اړه د تر لاسه شوي سود درې سلنه کروندګرو او ٩٧ سلنه نوره ګټه يې د وسله والو مخالفينو او بهرنيو قاچاق وړونکو جيبونو ته لوېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.