ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو مېرمنې د څلور پښو او څلورو لاسونو لرونکى ماشوم زېږولى

author avatar
5 Jul 2014 - 00:00
author avatar
5 Jul 2014 - 00:00

ميمنه (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): د فارياب په مرکز ميمنې ښار په يوه شخصي کلينيک کې يوې مېرمنې يو داسې اته مياشتنۍ ماشوم زېږولى، چې څلور لاسونه او څلور پښې لري.

د دغه کلينيک مسوولين وايي، چې دغه مېرمن د پښتونکوټ ولسوالۍ د شور دريا سيمې اوسېدونکې ده.

د حاجي حوا قابلې وويل، چې دغه ماشوم څلور لاسونه او څلور پښې درلودې، سترګې يې په ټنډه کې وې، شونډې يې چاک او د سر کاسه يې نه درلوده.

نوموړې زياته کړه، چې ماشوم نړۍ ته د راتلو پر مهال ژوندى نه و، ځکه چې پخوا د مور د ګېډې د اوبو په وسيله په طبي اصطلاح کې ورته “پولي هيدروامينس” يا “poly hydroaminos” وايي، له منځته تللى و.

هغې وويل، چې د دغه نوي زېږېدلي ماشوم د مور د ګېډې اوبه له پنځو لېټرو زياتې او له نورمال حد نه ډېرې وې.

د نوموړي په خبره، دغه نوى زېږېدلى ماشوم د يادې مېرمنې شپږم ماشوم دى او پخوا يې دوه ځلې سقط هم کړى دى.

دغه قابلې زياته کړه، چې د خپل مسلک په تېرو ٢٦ کلونو کې يې دغه ډول ماشوم نه و ليدلى.

نوموړې د نوو زېږدېدلو د دې بڼې درلودلو لامل ژنتيکي بدلونونه بولي او وايي کله چې ښځې د حامله ګۍ پر مهال ناروغې شي، د ډاکټر له مشورې پرته درمل خوري او کله هم سم خواړه نه خوري.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.