ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې چاودنې يو کس وواژه

په کابل کې چاودنې يو کس وواژه

author avatar
5 Jul 2014 - 09:38
په کابل کې چاودنې يو کس وواژه
author avatar
5 Jul 2014 - 09:38

کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): نن سهار د کابل ښار د څرخې پله په ساحه کې په کرولا موټر کې چاودنې يو کس وواژه.

د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې امر سمونوال الماس نن (د چنګاښ ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د څرخي پله پر سړک د امريکايي ځواکونو اړوند فينکس کمپ ته مخامخ رامنځته شوه.

سرچينې زياته کړه، چې چاودنه په يوه کرولا موټر کې دننه وشوه او د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه پېښه د ياد موټر د ګازډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، چې ياد موټر د تېلو پر ځاى له ګازو کار اخيست، چې په پېښې کې يواځې موټر چلوونکى وژل شوى دى.

د نهمې امنيتي حوزې امر زياته کړه، چې په پېښه کې فينکس کمپ او عادي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى، خو د پېښې څرنګوالى به په دې اړه  د پوليسو له روانو څېړنو وروسته څرګند شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.