کابل (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٣): په چين کې د تکواندو په نړيوالو سياليو کې افغان لوبغاړي روح الله نېکپا نن خپله لومړۍ لوبه د بلجيمي سيال پر وړاندې بايلوده.
د چين په ګوانژو ښار کې د تکواندو نړيوالې سيالۍ د چنګاښ په ١٢مه پيل شوې چې په کې له ټولې نړۍ د تکواندو ٣٢ پياوړو لوبغاړو برخه اخيستې ده.
د افغانستان د تکواندو پياوړى لوبغاړى روح الله نېکپا په دغو سياليو کې د افغانستان په استازيتوب ګډون کړى و.
د افغانستان د تکواندو فدراسيون رييس ضياء الحق بخشي د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د دغو سياليو په لړ کې روح الله نېکپا له خپل بلجيمي سيال سره لوبه لرله.
هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پر مهال د نېکپا پښه خوږ شوه، چې له امله يې هغه لوبې ته ادامه ورنه کړاى شوه او په دې اساس لوبه بلجيمي لوبغاړي وګټله.
روح الله نېکپا چې د تکواندو په نړيواله درجه بندۍ کې ديارلسم مقام لري، يواځېنى افغان لوبغاړى دى چې په اولمپيک سياليو کې يې افغانستان ته دوه مډالونه ګټلي دي.
هغه لومړى په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې د چين په اولمپيک سياليو کې يې افغانستان ته د برونز او بيا په ٢٠١٢ کال د لندن په اولمپيک سياليو کې افغانستان ته د برونز مډالونه وګټل.
افغانستان چې په ١٩٣٦ زېږديز کال راهيسې د اولمپيک په سياليو کې ګډون کوي، تر اوسه يې کوم مډال نه و ترلاسه کړى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن