اسعداباد (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): د کونړ چارواکي وايي، چې له لسګونو نجونو د نرس او قابلګۍ په انسټيټيوټ کې د شاملېدو په موخه ازموينه واخيستل شوه.
د کونړ د عامې روغتيا مشر ډاکټر اسدالله فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه روزنيز پروګرام په ترڅ کې به ٦١ نجونې د نرسنګ او قابله ګۍ په برخو کې وروزل شي، چې تر فراغت وروسته به په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه قابله ګانو او مسلکي ښځينه نرسانو د نه شتون تشه ډکه کړي.
ده زياته کړه، اوسمهال د کونړ ولايت په روغتيايي مرکزونو کې اووه پاکستانۍ قابله ګانې پر دندو بوختې دي، خو په ١٣ نورو بستونو کې ښځينه قابله ګانو او نرسانو ته اړتيا لري، چې د ياد پروګرام پر مټ به دغه ستونزه هواره شي.
د هغه په خبره، په دغې ازموينه کې د مرکز اسعداباد په ګډون د کونړ ولايت له ټولو ولسواليو څخه ١٥٠ نجونو برخه اخيستې وه، چې تر ازموينې وروسته به ٦١ نجونې په دوه کلن مسلکي انسټيټيوټ کې، چې ٣١ يې د نرسنګ او ٣٠ نورې به يې د قابله ګۍ په برخو کې زده کړې وکړي.
د دغه پروګرام مسوول ډاکټر احسان الله فضلي وويل، چې د نرس قابله ګانو د روزنې دغه پروګرام د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې تر بشپړيدو وروسته به همدغه قابله ګانې په خپلو سيمو کې د دوى د کورنيو په موافقه پر دندو وګومارل شي.
د مسلکي انسټيټيوټ يوې روزونکې ليمې ساپۍ، پژواک اژانس وويل، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به نجونې په مسلکي توګه و روزل شي او له همدغې لارې به د خدمتونو په وړاندې کولو سره په ټولنه کې د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن