کلات (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): د زابل ولايت چارواکي وايي چې نن سهار پوليسو درې ځانمرګي بريد کوونکي وژلي دي.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو ځانمرګي بريدګرو تېره شپه په سيوري ولسوالۍ کې وو.
هغه زياته کړه، چې دوى نن سهار په يو هېنو موټر کې له زابله څخه د کندهار پر لور روان وو، چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پوليسو تر تعقيب لاندې راغلل.
روغ لېوني وويل چې نن سهار شاوخوا اوه بجې د شهر صفا ولسوالۍ د جلدک په سيمه کې پر دغو ځانمرګو پوليسو بريد وکړ او درې واړه ووژل شول.
دى وايي چې په دې پېښه کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال ستر پاسوال ايوب سالنګى هم د دې پېښې د تاييد ترڅنګ وايي چې په دې نښته کې يو تن په ټپي حالت کې نيول شوى دى.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن