کندوز (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): د کندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د راکټ لګېدو له امله د ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ځايي خلک وايي، چې دغه راکټ نن سهار اوه بجې په لاله ميدان سيمه کې د استوګنې پر يوه کور لګېدلى دى.
د علي اباد ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس حاجي هيکل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه راکټ د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ د نښتې پر مهال د استوګنې په يوه کور لګېدلى او له امله يې څلور نجونې او يو هلک وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې څلور ټپيان د کندوز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د علي اباد ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس په حوزوي روغتون کې وويل، چې په ټپيانو کې دوه لس کلن ماشومان، يوه ١٦ کلنه نجلۍ او مور يې شامل دي، چې د يوه ماشوم روغتيايي وضعيت نازک دى.
حاجي هيکل وايي، چې دغه راکټ د سيمه ييزو پوليسو له کنټرول لاندې ساحې څخه توغول شوى دى.
خو د علي اباد ولسوالى محبوب الله سعيدي وويل، چې لا هم څرګنده نه ده چې راکټ د سيمه ييزو پوليسو او که د طالبانو له لوري توغول شوى دى.
سعيدي وايي، چې د دې پېښې مړي د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې پاتې دي او له طالبانو سره د نښتې په ترڅ کې يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو هم د نښتې پخلى کړى او ادعا کوي، چې دغه راکټ د سيمه ييزو پوليسو له خوا توغول شوى دى.
خو د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني ادعا کوي، چې دغه راکټ طالبانو توغولى او غواړي چې هغه پوليسو ته منسوب او پوليس نوم بدي کړي.
د ويلو ده، چې څلور مياشتې وړاندې دوه ماشومان د کندوز په چهار دره ولسوالۍ کې په راکټي بريد کې ووژل شول او څلور نور ټپيان وو، خو دا نه وه څرګنده چې راکټونه د کوم ښکېل اړخ له لوري ويشتل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن