ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شينډنډ کې د ښوونځيو د تړلو د ګواښونکو پر ضد عمليات پيل شوي

شينډنډ کې د ښوونځيو د تړلو د ګواښونکو پر ضد عمليات پيل شوي

author avatar
8 Jul 2014 - 16:08
شينډنډ کې د ښوونځيو د تړلو د ګواښونکو پر ضد عمليات پيل شوي
author avatar
8 Jul 2014 - 16:08

هرات (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٣): د هرات پوليسو په شينډنډ کې د هغو وسله والو په لټه عمليات کړي، چې د نجونو ښوونځيو د تړلو ګواښ يې کړى خو زده کوونکي د وسله والو له ممکنه بريدونو وېره لري.

دغه عمليات له هغه وروسته پيل شول، چې تېره ورځ په دې ولسوالـۍ کې د نجونو ښوونځيو د تړلو له ګواښ سره هم مهاله وسله والو د نجونو پر يوې لېسې بريد وکړ.

چارواکو په دغه وسله وال بريد کې د دوو زده کوونکو او يوې ملازمې د ټپي کېدو خبر ورکړى دى.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه پوليسو د شينډنډ ولسوالۍ په څو سيمو کې عمليات ترسره شول.

د احمدي په وينا، په دغو عملياتو کې يو وسله وال له چاودېدونکو توکو سره نيول شوى او ډېرې سيمې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې دي.

نوموړي وويل، چې دغه عمليات يې د سنګستان کلا، بالاکُشتک، قلعه محمد، چهاردهي، نظر اباد او يو شمېر نورو سيمو کې ترسره کړي او د اړتيا پر مهال به په نورو سيمو کې هم ترسره شي.

په شينډنډ ولسوالۍ کې له څو اونيو راهيسې وسله والو شپه پاڼې خپرې کړې او ګواښ يې کړى، چې د نجونو ښوونځيو د نه تړولو په صورت کې به پر دغو ښوونځيو بريدونه وکړي.

د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور پژواک ته تاييده کړې، چې په يادې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځيو د تړلو په موخه شپې پاڼې خپرې شوې دي.

بلخوا د شينډنډ ولسوال د نجونو د مرکزي لېسې د دوولسم ټولکي زده کوونکې فروزان محمدي پژواک ته وويل، وېره لري چې ګني وسله وال به يې د بيا ځل لپاره پر ښوونځي بريد وکړي.

هغې وويل،چې تېره ورځ يې هم پر ښوونځي څلورو وسله والو بريد کړى او څو زده کوونکې يې ټپيانې کړې دي.

نوموړي له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې دې د نجونو ښوونځيو ساتنه وکړي.

د دې ولسوالۍ د نجونې د سبزه لېسې مديره منيژه دروېش پژواک ته وويل، چې په شينډنډ کې د نجونو پر يوې لېسې تر برېده وروسته د زده کوونکو وېره ډېره شوې ده.

 نوموړې وايي، په داسې حال کې چې د ازموينو وخت دى، ډېرې زده کوونکې د ممکنه بريدونو له امله ښوونځي ته نه راځي او له همدې امله يې د ازموينو موده ځنډولې ده.

د شينډنډ ولسوالۍ د پوهنې د نظارت امر نظر خان پژواک ته وويل، چې د نا امنيو له امله ځيني زده کوونکې وېره لري او ښوونځي ته نه ځي.

هغه وويل، چې له يوې مياشتې راهيسې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نجونو د ښوونځيو د تړلو ګواښ کړى دى.

تېره ورځ د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل له پژواک سره په خبرو کې له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې د ښوونيزو ادارو امنيت دې خوندي کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شينډنډ ولسوالۍ ټول ١١٧ ښوونځي لري، چې ٢٢ يې د نجونو او هلکانو ګډ دي او يوازې ٦ لېسې په کې يوازې د نجونو لپاره دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.