ترينکوټ (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٣): د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې خاوند وژل شوى او ښځه يې ټپي ده.
دا پېښه د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د خاص اروزګان ولسوال حاجي عبدالکريم د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د ولسوالۍ په نکروزو سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، يوه ښځه او خاوند پر يوه موټرسايکل له ځايي کلينيک څخه خپل کور ته پر لاره و، چې کور ته نږدې وسله وال ورته په کمين کې ناست او پرې يې ډزې کړې دي.
د نوموړي په وينا، په دې ډزو کې خاوند وژل شوى او ځوانه ښځه يې سخته ټپي شوې ده.
ولسوال وويل ، چې ټپي ښځه روغتون ته لېږدول شوې، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن