کندهار ښار (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٣): د کندهار د ولايتي شورا يو کانديد تېره شپه د پوليسو له خوا وژل شوى دى.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه يوه بجه په څلورمه امنيتي حوزه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ولايتي شورا يوه کانديد خان محمد افغان چې ويل کېږي په ټاکنو کې بريالى شوى هم دى، خپل کور ته روان و، چې د حضرت جي بابا په سيمه کې د پوليسو د پوستې د ساتونکو له خوا پرې ډزې شوې دي.
د دراني په وينا، چې افغان لومړى ټپي و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
دى وايي چې بريد کوونکى پوليس نيول شوى او اوس تر پوښتنو لاندې دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن