ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوې انجلې بيه

د یوې انجلې بيه

author avatar
9 Jul 2014 - 11:15
د یوې انجلې بيه
author avatar
9 Jul 2014 - 11:15

کندوز (پژواک ١٨ سرطان ٩٣): په يوه بوږنونکي داستان کې، قومي دودونه د هغې کورنۍ روحي پېټی یو څه سپکوي چې د اقتصادي ناهیلیو له کبله خپلې لوڼې پلوري.

له بل اړخه په دودیزو ټولنو کې د نجونو خرڅلاو دا هم څرګندوي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې اوس هم ښځو او نجونو ته د سوداګریز جنس په سترګه کتل کېږي.

شازیه صدیق تر شنې چادرۍ لاندې د خپلو دوو لوڼو او یوه زوى لاسونه په خپلو لاسونو کې کلک نیولي. دغو ماشومانو د خپلې مور په څیر له ډېرې مودې راهیسې موسکا پر شونډو نه ده راوړې.

۱۳ کلنه رمزیه او ۱۱ کلنه عزیزه په داسې حال کې خپلې اوښکې پاکوي چې مشره یې د خپلې کورنۍ ضایعه داسې بیانوي: “کاشکي زه او عزیزه هلکان واى. موږ به ښار ته تللي واى او بوټونه به مو پالش کړي واى. کاشکي موږ پیسې ګټلاى شواى او د خپلو کوچنیو خویندو د خرڅلاو مخه مو نیولاى شواى.”

د عزت خبره

د دغو نجونو پلار غلام صدیق نومیږي چې د طالب جنګیالي شک پرې کېږي. ان له دې وړاندې چې غلام صدیق په خپل کلي کې، د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالې په یتیم کلي کې د ماين خښولو په تور ونیول شي هغه خپلې دوې لوڼې، رمزیه او عزیزه د ۴۵ زرو افغانیو (۷۹۶ امریکايي ډالرو) په بدل کې د بغلان ولایت پر یوه اوسېدونکي وپلورلې.کندز

کله چې صدیق زندان ته ولاړ نو د لوڼو خریداران یې کلي ته راغلل او غوښتل یې چې رمزیه او عزیزه له ځان سره بوځي خو د کلي خلکو د هغوى مخه ونیول او ټینګار يې درلود چې د نورو کلیو پر خلکو د کلي د نجونو خرڅلاو د هغو لپاره بې عزتي ده.

د دې ستونزې د حل لپاره یوه جرګه – د سیمه يیزو مشرانو غونډه چې د خپلو ټولنو لپاره پرېکړې کوي – جوړه شوه او پرېکړه یې وکړه چې صوفي خان محمد، چې د همدغه کلي اوسېدونکی و او خپل ماشومان یې نه لرل، کولى شي چې د صدیق دوه نورې غبرګونې اته مياشتنۍ لوڼې – راضیه او مرضیه – د ۱۲ زرو افغانیو په بدل کې رانیسي.

مالي معامله

صدیق چې دا مهال په زندان کې دى وایې، د خپلې کورني د معیشیت لپاره یې د خپلو لوڼو له خرڅلاو پرته بله هیڅ لاره نه درلوده.

هغه وایې: “هیڅ پلار دا نه غواړي چې ماشومان یې ترې لري وي خو ما بله لاره نه لرله.”

که څه هم کره شمېرې نشته خو ویل کېږي چې د ځینو هغو طالبانو چې په حبس کې دي، کورنۍ یې له دغه راز بوږنونکو ناخوالو سره مخ کېږي.

صوفي خان محمد چې د غلام صدیق دوې لوڼې یې پېرلې، له خپلې سودا خوشحاله دی او وايي: “کله چې دغه نجونې (راضيه او مرضيه) پېغلې شي نو زه به ډېره ګټه وکړم – د دوى د رانیولو د بیې څو چنده ګټه. خو تر هغو چې هغه پېغلې کېږي، زما د لوڼو په څېر به وي.”

د نجونو د خرڅلاو دود

نادره ګیاه، د کندوز ولایت د ښځو د چارو مشره ده او وایي چې په ټول افغانستان کې ښځې (د ولور تر نامه لاندې) د سوداګریز جنس په څېر پلورل کېږي.

هغه وایي: “تر هغو چې موږ په خپله د نه منلو وړ دغه دود په خلاف مبارزه ونه کړو، د ښځو او نجونو د خرڅلاو ستونزه په خپله نه هوارېږي.”

د مدني ټولنې یو شمېر ډلو د دې کورنۍ د نجونو او د هغو د مور د بیا یوځاى کېدو هڅې پیل کړې دي.

نجیم رحیم د رسانه يي مجلې مسوول مدیر، هم په دې هڅو کې ورګډ دی او وایي، تر اوسه یې ۲۵ زره افغانۍ له خلکو راټولې کړې چې د صديق د کورنۍ ماشومان بېرته خپلې مور ته راولي.

ښاغلى رحیم وایي: “موږ هڅه کوو چې د دې کورنۍ لپاره یو بانکي حساب پرانیزو تر څو خلک له هره ځایه ورسره په منظمه توګه مرستې وکړي.”

خو پر دې ټولو سربېره قومي جرګې پرېکړه وکړه چې شازیه صدیق، د دغو نجونو مور، د خپلو ماشومانو د ساتلو وس نه لري. اوس دغه دوه نجونې (راضه او مرضيه) له صوفي خان محمد سره دي.

بې موره ماشومان

له دې کبله چې راضیه او مرضیه د اتو میاشتو دي نو جرګې پرېکړه کړې چې صوفي خان محمد باید هره بله ورځ دوى د څو ساعتونو لپاره خپلې مور ته ورولي تر هغو چې ماشومانې د بلوغ عمر ته ورسېږي.

شازیه وایي، د خپلو ماشومانو له لریتوبه سخته کړېږي خو د هغو د خوراک، جامو او نورو اړتیاوو د پوره کولو هیڅ وس نه لري. هغې د خپلو لوڼو د خرڅلاو په اړه د جرګې پرېکړه منلې ده.

د صديق د مېرمنې د معلوماتو له مخې، جرګه والو دغه راز پرېکړه کړې ده، کله چې صدیق له زندانه خوشى شي کولى شي چې خپلې لوڼې بېرته را وګرځوي خو د دغه کار لپاره باید خان محمد ته د نجونو د ورکړل شوې بیې سربېره د کلنیو لګښتونو پیسې هم ورکړي.

د جرګې د پرېکړې له مخې، پر هر ماشوم په کال کې ۳۵زره افغاني لګښت راځي.

د جرګې خبره

د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو د ریاست مشر محمد ظاهر عظیمي وایي حکومت د شازیې له کورنې سره مالي مرسته کړې چې خپل ماشومان بېرته ترلاسه کړي.

خو حکومتي چارواکي د جرګې له پرېکړې بې خبره دي او د طالبانو له وېرې خپلې سیمې ته هم نه شي تلاى.

محمد چې د صدیق دوه کوچنۍ لوڼې یې پېرلې وایې: “جرګې دغه نجونې پر ما پلورلې او په نړۍ کې هیڅوک نه شي کولاى دغه کار کې بدلون راولي. اوس دغه نجونې زما دي.”

دغه رپورټ د افغانستان ټودي له خوا چمتو شوی دى.

Visits: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.