ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سياسي تصميمونه بايد د محصلانو د زده کړې خنډ نه شي”

“سياسي تصميمونه بايد د محصلانو د زده کړې خنډ نه شي”

author avatar
9 Jul 2014 - 15:17
“سياسي تصميمونه بايد د محصلانو د زده کړې خنډ نه شي”
author avatar
9 Jul 2014 - 15:17

کابل(پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٣): يو شمېر محصلين د لوړو زده کړو موسسو د رخصتيو له اعلان څخه نا خوښي څرګندوي او وايي، چې سياسي تصميمونه د وخت د ضايع کېدو او په درسونو کې د ځنډ سبب ګرځي.

د لوړو زده کړو وزارت د چنګاښ په ١٥مه اعلان وکړ، چې د اوړي د ګرميو او روژې مياشتې په مناسبت يې پرېکړه کړې، چې په مرکز او ولايتونو کې د شپې پوهنځيو په ګډون دټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو درسونه او ازموينې د دوشنبې له ورځې(دچنګاښ ١٦مه) د زمري مياشتې تر ١١ مې نېټې رخصت  دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې ځينې کسان د لوړو زده کړو وزارت دغه تصميم سياسي بولي او وايي، چې حکومت دغه کار د ټاکنيزو شخړو له وېرې کړى او احتمال لري، چې محصلان  د خپلې خوښې د کانديد په پلوۍ تاوتريخوالي ته لمن ووهي.

د يادونې  ده، چې د لوړو زده کړو موسسې هغه مهال رخصت شوې، چې د کابل پوهنتون په ليليه کې د محصلانو تر منځ شخړه وشوه او له امله يې يو شمېر محصلين ټپيان شول.

په کابل کې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصلې زهرا علي زاده وويل:(( له يوې خوا مو سمستر نه و بشپړ شوى، چې د چنګاښ په ١٠ مه ازموينې پيل شي او لا هم زموږ دوه ازموينې پاتې وې، چې رخصت شوو، حيران يو، چې څه وکړو؟))

د زهرا په خبره، لوړو زده کړو وزارت د هوا ګرموالى او د رمضان مبارکې مياشت د رخصتۍ لپاره بهانه کړل، خو حقيقت دادى، چې په پوهنتونونو کې د محصلينو ترمنځ سياسي او ټاکنيزو چارو په اړه بحثونه کېدل او ددې احتمال و، چې ياد بحثونه په تاوتريخوالي واوړي.

 د کابل پوهنتون د فلسفې او ټولنپوهنې د څانګې محصل حسيب الله الهام وويل، چې رخصتۍ د محصلينو په ګټه نه دي، ځکه يوه مياشت رخصتي د دوى درسي پروګرامونه ځنډوي.

نوموړي زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت بايد په لوړو زده کړو موسسو او ليليو کې د هر ډول بې نظميو او لانجو مخنيوى له نورو لارو وکړي، ځکه چې د رخصتۍ اعلان ستونزه نه شي حل کولى.

حسيب زياته کړه:(( محصلين بايد د سياسي جرياناتو قرباني نه شي.))

 د کابل پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي د درېيم کال محصلې مريم فريد هم د نږدې يوې مياشتينۍ رخصتۍ په اړه د اندېښنې په څرګندولو وويل:(( وروستى کال مو دى، موږ همدا اوس په عملي کارونو بوخت وو، اوس نو مجبور يو، چې تر حوت مياشتې پورې خپلو درسونو ته دوام ورکړو، څو درسي پروګرامونه مو بشپړ شي.))

 په کابل کې د کاردان د لوړو زده کړوخصوصي موسسې د ديپلوماسۍ پوهنځي د درېيم کال زده کړيالې مروه وويل:((په تېرو پنځو مياشتو کې ټاکنيزې پروسې په پوهنتونونو او درسونو جدي اغېزې کړې، په لومړي پړاو کې يې يوه مياشت رخصتي اعلان کړه، ولې په ډانګ پيلې نه وايي، چې سياسي وضعيت خراب  شوى دى.))

 ياد شوي محصلين وايي، چې سياسي تصميمونه بايد تحصلي بهير زيانمن نه کړي او د لوړو زده کړو وزارت دې په لوړو زده کړو موسسو کې د شخړو مخه له نورو لارو ونيسي.

هغوى همدارنګه له محصلينو هم غواړي، چې په سياسي بحثونو کې د بوختيا پرځاى دې خپلو درسونو ته ځير شي او د شخړو په کولو سره دې درسي نظام نه ګډوډوي.

 په کابل کې د لقمان حکيم د لوړو زده کړو د خصوصي موسسې رييس ډاکټرمحمد ظاهر نجف زاده هم وويل، چې دا ډول رخصتۍ د محصلينو د تدريسي چارو دځنډ سبب ګرځي او د محصل په حق کې خيانت دى.

 خو نوموړي وويل، چې د لقمان د لوړو زده کړو موسسه فعاله ده او محصلين يې درسونو ته دوام ورکوي، ځکه چې په عامې روغتيا وزارت پورې اړه لري او تر اوسه يې د دغه وزارت څخه په دې برخه کې کومه خبرتيا نه ده تر لاسه کړې.

 خو د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو رياست مرستيال اخترمحمد عبير وويل، چې په پوهنتونونو کې درسي پروګرامونه بشپړ شوي او ددغو رخصتيو اعلان کومه ستونزه نه رامنځته کوي.

د هغه په خبره، دوى هر کال د لومړي سمستر درسونه د چنګاښ په ١٥مه پاى ته رسوي، وروسته ازموينې پيلېږي او له دې وروسته نږدې ٢٠ ورځې رخصتۍ لري.

عبير زياته کړه، چې ددغې رخصتۍ اعلان د کابل پوهنتون په ليليه کې له وروستيو پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.