ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ١٨ وسله وال وژل شوي

هلمند کې ١٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
9 Jul 2014 - 11:02
هلمند کې ١٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
9 Jul 2014 - 11:02

لښکرګاه (پژواک  ١٨ چنګاښ۹۳): د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ١٨ وسله وال وژل شوي دي.

دنوزاد ولسوال سید مراد سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر ځينو پوستو بريدونه کړي دي.

ولسوال وايي، چې د افغان سرتېرو په ځوابي ډزو کې د عرفان په نوم د يوه طالب قوماندان په ګډون  ١٨ وسله وال ووژل شول ، خو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نوموړي په وينا، چې د وسله والو مړي  لا هم د يادې ولسوالۍ شمال ته د شيخ زو په سيمه کې پراته دي.

ولسوال زياتوي، چې دسنګين ولسوالۍ له جګړې يو شمېر وسله وال راتښتېدلي او د نوزاد په ځينو سيمو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کوي.

له کابو شلو ورځو راهيسې په سنګين کې د طالبانو او امنيتي سرتېرو تر منځ نښتې روانې دي، چې د چارواکو په وينا، طالبان له سيمې د تېښتې په حال کې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو په سنګين، موسى کلا، ګرشک او نادعلي ولسواليو کې يې امنيتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.