ښرنه (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): په يوه ځانمرګي بريد کې د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ جنايي مدير وژل شوى او د څلور پوليسو په ګډون اوه تنه ټپيان شوي دي.
نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې په دې پېښه کې د پکتیکا د سیمه ییزو پولیسو عمومي قوماندان عزیزالله کاروان هم ټپي شوى دى.
د دغه ولايت امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد تېره ورځ ناوخته د ارګون ولسوالۍ د بازار اړوند د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته نږدې شوى دى.
ملاخېل وويل: ((پوليسو په سيمه کې تلاشي کوله، پر يوه کرولا موټر شکي شوي وو، کله چې يې ورته د درېدو امر وکړ، چاودنه يې وکړه.))
د ارګون ولسوالۍ د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، له دې پېښې ورته اوه ټپيان ور وړل شوي، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
وسله وال طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن