ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قوماندان په ګډون د يوې پوستې څلور پوليس په مرموز ډول وژل شوي

د قوماندان په ګډون د يوې پوستې څلور پوليس په مرموز ډول وژل شوي

author avatar
10 Jul 2014 - 11:02
د قوماندان په ګډون د يوې پوستې څلور پوليس په مرموز ډول وژل شوي
author avatar
10 Jul 2014 - 11:02

کلات (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣):  په زابل ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون څلور سيمه ييز پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.

دا پېښه تېره شپه د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ګل محمد د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د شهر صفا ولسوالۍ د خانوزو په سيمه کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، د دوى لومړني معلومات ښيي، چې دوو پوليسو د قوماندان په ګډون د پوستې څلور پوليس وژلي او بيا په تېښته بريالي شوي دي.

خو د ګل محمد په وينا، وروسته معلومه شوه چې دغه دوه پوليس خپلو کورونو ته تللي دي.

دى وايي، چې د يادې امنيتي پوستې يو رينجر موټر، پنځه ميله کلاشينکوفونه، يو  ميل پيکا او يوه پايه مخابره هم ورکه شوې ده.

د هغه په وينا، د دې پېښې د څېړلو په موخه له کندهار ولايت څخه يو پلاوى ورغلى دى.

بلخوا وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د يادې پوستې دوو نفوذي پوليسو خپل ملګري وژلي او بيا له دوى سره يو ځاى شوي دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د امنيتي سرتېرو د مرموزو وژنو پېښې زياتې شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.