ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله د زمبابوی پر لور روانه شوه

د کرکټ ملي لوبډله د زمبابوی پر لور روانه شوه

author avatar
10 Jul 2014 - 12:17
د کرکټ ملي لوبډله د زمبابوی پر لور روانه شوه
author avatar
10 Jul 2014 - 12:17

کابل (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د يو شمېر نړيوالو سياليو ترسره کولو په موخه د افريقايي هېواد زمبابوى پر لوري روانه شوه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي لوبـډله به له زمبابوى سره څلور يو ورځنۍ نړيوالې لوبې او دوه څلور ورځنۍ ټسټ لوبې ترسره کوي.

هغه زياته کړه، چې د لوبو دغه لړۍ به د چنګاښ په ٢٧مه په لومړۍ يو ورځنۍ لوبې سره پيلېږي.

هوتک وويل چې زمبابوى ته تر روانېدو مخکې ملي لوبـډلې د افغانستان کرکټ بورډ له لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود سره وليدل او هغه ورته لارښوونې وکړې.

شهزاده مسعود لوبغاړو ته وويل چې خپله ټوله پاملرنه لوبو ته وکړي، ځکه چې ټول ملت د ملي لوبډلې  بريا ته سترګې په لار دي.

هغه زياته کړه، چې دغه ځل په ملي لوبډله  کې ځوانو پياوړو لوبغاړو ته ځاى ورکړل شوى او هيله يې څرګنده کړه، چې ښې پايلې به ولري.

شهزاده مسعود وويل چې ملي لوبـډله ډېره پياوړې شوې او اوس د نړۍ پياوړو لوبـډلو سره لوبو ترسره کولو ته تيار دي.

د کرکټ بورډ وياند وايي چې  د زمبابوى سياليو لپاره ٤٥ لوبغاړو ته يو روزنيز کمپ په لاره اچول شوى و، چې د ملي او نړيوالو روزونکو له خوا ورته روزنه  ورکړل شوه.

هغه زياته کړې، چې تر روزنې وروسته د دوى تر منځ يو لړ تمريناتي سيالۍ هم په لاره واچول شوې، چې په پايله کې له يادو لوبغاړو څخه ٢٦ کسيزه لوبـډله وټاکل شوه.

دى وايي چې له دې ٢٦ کسيزې لوبډلې څخه  يې ١٦ د يو ورځنيو نړيوالو لوبو او پاتې نور به يې په څلور ورځنيو لوبو کې برخه  واخلي.

په ملي لوبډله کې لاندې کسان شامل دي:

نور علي، عثمان غني، جاوېد احمدي، اصغر ستانکزی، رحمت شاه،  سميع الله شينواری، محمدنبي عيسی خېل، حشمت الله شهيدي، شفيق الله شفق، ميرويس اشرف،
ګلبدين نايب، شاهپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمزه هوتک او
شرف الدين اشرف.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.