هرات (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): وسله والو په هرات ولايت کې شپږ ماين پاکان وژلي او درې نور يې تښتولي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شپږ بجې وسله والو د کوهسان ولسوالۍ په کمانه سيمه کې پر ماين پاکوونکو بريد وکړ.
احمدي وايي، چې په دغه وسله وال بريد کې د هيلوټرسټ ماين پاکۍ موسسې شپږ ماين پاکان ووژل شول او درې نور وسله والوله ځان سره بيولي دي.
نوموړى زياتوي، چې د دې پېښې د څرنګوالي او تښتول شوو ماين پاکوونکو د راخوشې کولو په موخه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر ماين پاکوونکو د وسله والو بريدونه ډېر شوي دي.
د چنګاښ په ١١مه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو په يوه بريد کې یو ماین پاکوونکى ووژل شو او ۸ نور ټپيان شول.
تر دې پېښې يوه مياشت مخکې وسله والو په لوګر کې د يوه بريد پر مهال د”اېم، ډي، سي” موسسې اته ماين پاکوونکي وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي وو.
دا پېښه د محمداغې ولسوالۍ د “مس عينک”په سيمه کې رامنځ ته شوې وه.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن