تالقان ( پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د تخار امنيتي چارواکي وايي ، چې ددغه ولايت په بنګي ولسوالۍ کې يوه ناوې د خپل خسر د وهل ټکولو له امله وژل شوې ده.
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل د چنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياده پېښه د بنګي ولسوالۍ په بدخشي کلي کې تېر ماښام رامنځته شوې ده.
هغه د وژل شوې ناوې دپلار له خولې وايي ، چې لور يې لومړى وهل شوې ټکول شوې او بيا وژل شوې ده.
نوموړى وايي، چې تورن تن د پوليسو له خوا نيول شوى او د قانون منګولو ته سپارل شوى دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، چې ياده ناوې په داسې حال کې د خپل خسر له خوا وژل شوې ، چې خاوند يې هم په کور کې و.
نوموړی وايي ، چې د موضوع د لا څېړلو لپاره د وژل شوې مېرمنې مړی د عدلي طب د معايناتو په موخه ولايتي روغتون ته راوړل شوی.
عبدالخليل ددغې پېښې لامل کورني تاوتريخوالی بولي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن