ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سنګين د برېښنا امر ووژل شو

author avatar
12 Jul 2014 - 18:50
author avatar
12 Jul 2014 - 18:50

 کندهار (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٣): د کندهار ولايت د برېښنا رياست مسوولين وايي، په سنګين ولسوالۍ کې له کجکي څخه کندهار ښار او لښکرګاه ته د برېښنا د غځېدليو مزو مسوول او د دغې ولسوالۍ د برېښنا امر د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

  د کندهار د برېښنا تجارتي مرستيال امان الله ايوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له کجکي څخه کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا د غځېدلي لوړ ولتاژ مزو مسوول حاجي محمد نبي، نن سهار لس بجې د سنګين ولسوالۍ د شکر شېلې په سيمه کې هغه مهال د ماين په چاودنه کې ووژل شو، چې د برېښنا شلېدلي مزي يې رغول.

 په دغې ساحه کې شل ورځې وړاندې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ په جګړو کې له کجکي څخه کندهار ښار او لښکرګاه ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي وو، چې هغه يې د بېرته جوړولو هڅه کوله.

 هغه زياته کړه، حاجي محمد نبي نه يواځې د غځېدليو مزو د جوړولو مسووليت په غاړه درلود، بلکې د سنګين ولسوالۍ د برېښنا امر او د سيمې نفوذ لرونکى قومي مشر و.

 دى وايي، کله به هم په سنګين ولسوالۍ کې د برېښنا مزي د جګړې او نورو پېښو له کبله پرې شول، نو حاجي محمد نبي يواځينى تجربه لرونکى کس و، چې په لنډه موده کې به يې جوړول او د برېښنا جريان به يې بېرته وصل کاوه.

 فاروقي دغه راز وويل، چې نوموړي د يوه نفوذ لرونکي قومي مشر په توګه د اړوندو ستونزو د هواري په موخه د وسله والو تر منځ منځګړتوب هم کاوه.

 د سنګين ولسوال سليمان شاه هم وايي، د دغې ولسوالۍ د برېښنا امر او له کجکي څخه کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا د غځول شوي لين مسوول د ماين په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

 د کندهار د برېښنا رياست مسوولين وايي، په سنګين کې د وسله والو مخالفينو له خوا په پيل شويو جګړو کې له کجکي څخه کندهار ښار او لښکرګاه ته د برېښنا غځېدلي مزي ١٥ ځايه پرې شوي، چې په نورو ځايونو کې رغول شوي او يواځې د شکر شېلې او ګرماب غر سيمې پاتې دي، چې په دغو سيمو کې د ماينونو خطرونه شته.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.