کابل ( ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي دچنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پوليس تېره شپه هغه مهال ووژل شول، کله چې وسله والو ددوى پر پوستې بريد کړى و.
هغه زياته کړه، چې د پوليسو دا پوسته د شينډنډ ولسوالۍ په بازار کې موقعيت لري.
نوموړى وايي ، چې بريد کوونکي له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن