ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شينډنډ کې درې پوليس وژل شوي

په شينډنډ کې درې پوليس وژل شوي

author avatar
12 Jul 2014 - 17:22
په شينډنډ کې درې پوليس وژل شوي
author avatar
12 Jul 2014 - 17:22

کابل ( ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.

د هرات  د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي دچنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پوليس تېره شپه هغه مهال ووژل شول، کله چې وسله والو ددوى پر پوستې بريد کړى و.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو دا پوسته د شينډنډ ولسوالۍ په بازار کې موقعيت لري.

نوموړى وايي ، چې بريد کوونکي له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.