ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“باز خيريه بنسټ” پرانيستل شوه

author avatar
14 Jul 2014 - 16:36
author avatar
14 Jul 2014 - 16:36

جلال اباد (پژواک ٢٣چنګاښ ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د “باز خيريه بنسټ” په نوم يوه خيريه ټولنه پرانيستل شوه.

د دغه بنسټ مشر او د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد د دوشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پخوا يې په انفرادي ډول له يو شمېر شتمنو څخه مرستې راټولولې او اړمنو خلکو ته به يې پرې د اړتيا وړ توکي رانيول.

ده زياته کړه: ((مګر اوس موږ يو منظم حرکت پيل کړ، په منظم شکل به مونږ مرستې راجلبوو او په رضاکارانه ډول به يې پر اړو خلکو وېشو.))

عابد وايي، له دې وړاندې يې له ٨٠ زياتې ويلچرې (بايسکلونه) پر معيبوينو وېشلي او همداراز يې يو شمېر اړو خلکو ته نغدې مرستې هم راټولې کړې دي.

د نوموړي په وينا، نن يې د دغه بنسټ د پرانيستې په مراسمو کې هم معيوبينو ته ١٥ بايسکلونه چې د ايم ټي اين مخابراتي شرکت له لوري ورسره مرسته شوې وه، ورکړې.

ده زياته کړه: ((په دغه خيريه بنسټ کې ما سره ګڼ فرهنګيان، ليکوال او ژورنالېستان دي، موږ ټول په شريکه په رضاکارانه ډول کار کوو.))

د عابد په خبره، د دوى خيريه ټولنه چې نن يې په رسمي ډول په فعاليت پيل وکړ، لسګونه رضاکاران غړيتوب لري.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په غونډه کې  ددې بنسټ د چارو په پيل خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې ټول شتمن دې له يادې ټولنې سره مرسته وکړي.

ګرديوال وايي: ((د عابد صيب پخوانيو کړنو ته چې وګورو، موږ هيله مند کېږو چې دغه خيريه بنسټ به هم پرمختګ کوي او ټولې کړنې به يې شفافې وي.))

د ګرديوال په خبره، که چېرې په هېواد کې د دا ډول خيريه بنسټونو فعاليتونه زيات شي، نو لرې نه ده چې له ګڼو بې وزلو سره به مرستې وشي او هغوى ته به د مرستې لاس ورکړل شي.

ياده دې وي چې بازمحمد عابد له دې وړاندې هم له يو شمېر شتمنو څخه د فېسبوک له لارې پيسې راټولې کړي او لسګونو معيبوينو ته يې ويلچرې پرې اخيستي او همداراز يې له ناروغانو سره هم مرستې کړې دي.

عابد د دې خيريه ټولنې د سمالښت تر څنګ د يوه فعال فرهنګي او خبريال په توګه په ننګرهار ولايت کې خپلې چارې پر مخ وړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.