ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښه کې دوه مړه او شپږ تنه ټپيان شول

author avatar
14 Jul 2014 - 13:59
author avatar
14 Jul 2014 - 13:59

باميان (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د باميانو په ورث ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله دوه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.

د باميانو د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل محمدعلي لکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو فلاينګوچ موټر له کابله دايکنډي ته پر لاره و، چې نن سهار د ورث ولسوالۍ له مرکز سره نږدې له سړکه ووت او چپه شو.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه نارينه مړه شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې شپږ تنه ټپيان شوي خو د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د پوليسو ياد چارواکي وويل، چې ټپيان د ورث ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

لکزي د پېښې رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې پروايي وبلله او ويې ويل، چې په دغه فلاينکوچ کې ټول سپاره مسافر د ډايکنډي اوسېدونکي دي.

باميان او دايکنډي ولايتونه د هېواد له غرنيو ولايتونو بلل کېږي، چې د لارو په اوږدو کې يې خام سرکونه د دا ډول سختو پېښو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

تېره مياشت هم د يکاولنګ-باميانو پر لويې لار  ٣٠٣ ډوله مسافر وړونکى موټر اوښتى و، چې د باميانو پوهنتون د دوه محصلينو د وژل کېدو او ١٢ نورو د ټپي کېدو لامل شوى و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.