باميان (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د باميانو په ورث ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله دوه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.
د باميانو د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل محمدعلي لکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو فلاينګوچ موټر له کابله دايکنډي ته پر لاره و، چې نن سهار د ورث ولسوالۍ له مرکز سره نږدې له سړکه ووت او چپه شو.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه نارينه مړه شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې شپږ تنه ټپيان شوي خو د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د پوليسو ياد چارواکي وويل، چې ټپيان د ورث ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
لکزي د پېښې رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې پروايي وبلله او ويې ويل، چې په دغه فلاينکوچ کې ټول سپاره مسافر د ډايکنډي اوسېدونکي دي.
باميان او دايکنډي ولايتونه د هېواد له غرنيو ولايتونو بلل کېږي، چې د لارو په اوږدو کې يې خام سرکونه د دا ډول سختو پېښو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
تېره مياشت هم د يکاولنګ-باميانو پر لويې لار ٣٠٣ ډوله مسافر وړونکى موټر اوښتى و، چې د باميانو پوهنتون د دوه محصلينو د وژل کېدو او ١٢ نورو د ټپي کېدو لامل شوى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن