ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار نارسمي ترافيک وپېژنئ

د کابل ښار نارسمي ترافيک وپېژنئ

author avatar
14 Jul 2014 - 13:55
د کابل ښار نارسمي ترافيک وپېژنئ
author avatar
14 Jul 2014 - 13:55

کابل (پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٣):  په رواني ناخوالو اخته ګرځندوی که د ټولنې خدمتګار؟ په ۱۳ ناحیه کې چې د موټرو ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده، یو خپلسری ترافیک د خلکو له خوا هم ستایل کېږي او هم یې ناندرۍ را پارولې دي.

د کابل په ۱۳مه ناحیه کې (دشت برچي) د ګڼې ګوڼې وخت دی. دلته نږدې یو میلیون خلک اوسېږي او واټونه له خلکو ډک دي.

د سړک پر دواړو غاړو د خرڅلاو توکي او پلورنکي شته او که کوم ډریور یوه شېبه غفلت وکړي نو د ټول واټ ترافیک بې نظمه کېږي.

دلته د ترافیکو منصبدار په ندرت لیدل کېږي؛ ځکه خو کله چې یو سړی چې یونیفورم یې اغوستی او د پولیسو له یوه زرغونه موټره راکښته کېږي او د موټرو په کتار ورګډېږي، نو ډرېوران د ارامتيا احساس کوي.

خو دغه موټرسمبالى (عصمت) کوم رسمي کار کوونکى نه دی.

له رسمیاتو وتلی

۳۵ کلن عصمت چې تخلص هم نه لري، نه کومې دولتي ادارې ته کار کوي او نه هم معاش لري. ډرېوران عصمت ته له دوو تر پنځو افغانۍ له دې امله بخشش ورکوي چې له ګڼې ګوڼې ډک واټونه تنظيموي او له دې لارې د ورځې شل دېرش افغانۍ ترلاسه کوي.

د کابل د ترافیکو ریاست مشر برید جنرال اسدالله وايي: “عصمت دغه کار په خپله خوښه کوي. هغه له موږ سره رسمي اړیکه نه لري.  موږ هغه ته یونیفورم نه دی ورکړی. ښايي هغه ځان ته یونیفورم رانیولی وي یا ښايي کوم پولیس خپل زوړ یونیفورم ورکړی وي. “

عصمت وایي، یونیفورم او په غاړه کې پرته ترافیکي شپېلۍ یې په خپلو پیسو اخیستې. د کار لپاره د عصمت اصلي وسیله، یوه غټه ستنه ده چې هغه پرې د ترافیکو متخلفین ګواښي چې ټېرونه به یې ور پنچر کړي.

دغه ستنه عصمت ته د کارکولو واک ورکوي، که څه هم هغه یې په رښتیا نه کاروي. ګڼ ډرېوران د دې خپلسري ترافیک لفظي خبرداریو او شپېلي ته اعتنا نه کوي خو کله چې خپله ستنه ورښکاره کړي نو ډرېوران له سيمې وځي.

خو د ترافیکو ريیس بیا د عصمت غیر معمولې کړنې نه ستايي او وایې عصمت له رواني ناروغۍ رنځ وړي او نه شي کولی چې د ترافیکو چارې سمې ترسره کړي.‌

 

جنرال اسدالله وایي: ((د ترافیکو یو افسر باید لومړی حالات و ارزوي او بیا قضاوت وکړي چې چا قانون مات کړی. عصمت دغه ډول کار نه شي کولی. یواځېنى کار چې هغه یې کوي، دا دی چې د ګڼې ګوڼې پر مهال له ډرېورانو غواړي چې لاره بنده نه کړي او حرکت وکړي.))

خو ګڼ خلک چې د ۱۳مې ناحیې له ګڼې ګوڼې په ډکې سيمه کې دي د ترافیکو له رییس سره موافق نه دي او وایې د عصمت شتون د ترافیکو له نظم سره مرسته کوي.

د ملي پولیسو یو منصبدار شاه ولي، چې په سیمه کې کار کوي وايي: ((که څه هم هغه لېونی او معیوب دی خو هغه غواړي خلکو ته خدمت وکړي. که هغه د تېلو ټانک په سیمه کې نه واى نو ترافیکي بې نظمۍ به ډېرې وې.))

نور هغه کسان هم چې د ۱۳مې ناحیې ګڼه ګوڼه یې لیدلې، د عصمت د خدماتو ستاینه کوي.

د یوه کوچني بس ډرېور عبدالحسین وایي: ((دغه خوار رواني ناروغ دی خو بیا هم خلکو ته ډېر خدمت کوي. دغه سړک ډېر نری دی او که یو موټر په ناقانونه توګه یوه دقیقه هم پرې تم شي، نو د لسګونو نورو موټرو لاره بندېږي. په دې سیمه کې ډېر خلک شته خو سړک یې ډېر کم برى دى. کله چې عصمت دلته وي نو ډرېورانو ته لاره ښيي او په دغه ځاى کې د ترافیکو د ګڼې ګوڼې مخه نیسي.))

ولاړ په هسکه غاړه

عصمت په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنې له نسکورېدو راپه دېخوا د کابل په ښار کې د ترافیکو کار کوي. لکه څنګه چې د عصمت ګاونډی اکبر وایي، د هغه رواني او جسمي روغتیا په تېرو کلونو کې خرابه شوې.

اکبر وایي: ((عصمت لېونی دی خو ټول خلک هغه پېژني.))

د ۱۳مې ناحیې یو بل اوسېدونکی بیا اته کاله وړاندې هغه وخت یادوي چې خلکو عصمت روغتون ته یووړ.

د ۱۳ ناحیې يو ټکسي چلوونکی محمد ظاهر وایي: ((عصمت موټر وواهه او پښه یې ورماته کړه. ما هغه د سره صلیب روغتون ته یووړ.)) د عصمت ورور دوه کاله وړاندې په کابل کې په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. د هغه مور او پلار ناروغ دي او د کار کولو وس نه لري.

پر دې ټولو ناخوالو سربیره هر سهار ۹ بجې عصمت د موټرو د ګڼې ګوڼې په منځ کې درېږي او د خپلې ستنې ځلا د ټولو سترګو ته اچوي. ځیني خلک د هغه پروا نه کوي خو نور یې بیا خبره مني.

دغه رپورټ د افغانستان ټودې له خوا چمتو شوی دى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.