ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او لغمان کې د سولرونو بازار تود شوى

ننګرهار او لغمان کې د سولرونو بازار تود شوى

author avatar
14 Jul 2014 - 13:13
ننګرهار او لغمان کې د سولرونو بازار تود شوى
author avatar
14 Jul 2014 - 13:13

جلال اباد (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د اوړي په را رسېدو په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د برېښنا د لمريزو تختو (سولر) بازار ډېر تود شوى دى.

که څه هم له تېرو دوو کلونو راهيسې ننګرهار او لغمان ولايتونو ته له نغلو برېښنا لېږدېدلې او د وېش چارې يې هم پيل شوې خو ياده برېښنا يواځې تر مرکزونو رسېدلې او په لرو پرتو ولسواليو کې لا هم خلک برېښنا نه لري.

د يادو برېښنايي تختو پلورونکي وايي چې د اوړي په را رسېدو سره که له يوې خوا د دغه تختو په پلور کې زياتوالى راغلى خو بلخوا يې بيې هم ټيټې شوې دي.

د جلال اباد په ښار کې سولر پلورونکى فرهاد وايي چې د ژمي په پرتله په اوړي کې د يادو تختو پلور ډېر شوى دى.

ده زياته کړه چې يادې تختې د کارونې پر مهال بې لګښته دي او له همدې امله خلکو ته اقتصادي تمامېږي.

فرهاد زياتوي: ((له دريو زرو افغانيو نيولې تر لسو زرو افغانيو پورې د سولر تختې لرو، هغه څوک چې برېښنا نه لري، د هغوى لپاره ښې پريوځې، ځکه يو ځل پرې پيسې ورکړي بيا کلونه کار ترې اخيستل کېږي.))

دى وايي، يواځې د ګوتو په شمېر کورنۍ به وي چې د برېښنا لمريزې تختې نه لري او هغه چې لري يې د دغو تختو له برېښنا په ګټې اخيستو يې په ژوند کې جوت مثبت بدلون راغلى دى.

د برېښنايي تختو يوه بل پلورونکي عبدالباسط پژواک اژانس ته وويل چې پخوا د برېښنا د لمريزو تختو د پلور بازار ځکه کمرنګه و، چې يو شمېر خلکو د يادو تختو په اړه سم پوهاوى نه درلود او اوس يې ډېرى خلک کاروي.

ده وويل چې د برېښنايي تختو په بيو کې ډېر ټيټ والى راغلى، پخوا به يې ١٥٠ واټه تخته په ٢٥زره کلدارې پلورله خو اوس ياده تخته په ٩ زره کلدارې پلورل کېږي.

هغه زياته کړه: ((زه فکر کوم چې ډېر کم کورونه به وي، چې هغوى دې د سولر تختې ونه لري، نور هغه څوک چې برېښنا نه لري حتمي له يادو تختو استفاده کولى شي.))

په لغمان کې د برېښنا د لمريزو تختو پلورونکي سکندر پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د يادو تختو پلورنځى لري او د تېر په پرتله يې په پلور کې ډېروالى راغلى دى.

نوموړي وويل چې اوس د سولر تختو بيې د پخوا په پرتله څو سلنه راکمې شوې، نو له همدې مله د اوړي په را رسېدو د دغو تختو د پلور کچه لوړه شوې ده.

ده زياته کړه: ((که څه هم د سولر قيمتونه کم شوي خو له دې سره په خوا کې بېټرۍ يو څه د پخوا په پرتله قيمته شوې دي.))

دى وايي چې اوس مهال يواځې د لمريزې برېښنا په وسيله کارېدونکي وسايل هم بازار ته راغلي او ګڼ خلک ترې کار اخلي.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکى بلال بيا وايي چې د لمريزې برېښنايي تختو په رامنځته کېدا دوى ته اسانتيا رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل: ((موږ برېښنا نه لرو، پخوا به مو موبايل بازار ته د چارج لپاره وړلو، خو اوس هغه ستونزه هواره شوې، موږ به د رڼا لپاره له لاټين څخه استفاده کوله، مګر اوس له سولري برېښنا ګټه اخلو، ګروپونه لرو او په اوړي کې پکي هم لګوو.))

دى وايي چې لمريزې برېښنا يې په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړى، په وسيله يې ټلويزيون روښانه کوي او هره ورځ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خبرېږي.

د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمان مومند هم وايي چې لمريزې برېښنا د خلکو په ژوند کې جوت تغير راوستى دى.

دى وايي، دوى اوس د دې توان نه لري چې ټولو سيمو ته برېښنا ورکړي، نو له همدې امله ګڼو خلکو د ځانونو لپاره د برېښنا لمريزې تختې اخيستې او له برېښنا يې د ژوند په اسانتيا کې ګټه اخلي.

هغه پژواک ته وويل: ((په دغو تختو سره د جنراتورونو د استعمال کچه هم يو څه راټيټه شوه، له يوې خوا يې د چاپېريال پاکوالي ته ګټه شوه او له بلې خوا يې په اقتصادي برخه کې له خلکو سره مرسته وکړه.))

د مومند په خبره، يادې تختې له دې چې کم لګښت لري، خلک يې ډېرې کاروي او ارزښتمنې ورته تمامې شوې دي.

د چاپېريال ساتنې متخصصين هم پر دې باور دي چې لمريزه برېښنا د چاپېريال په ساتنه کې مهم رول لري او که چېرې له ډېزلي برېښنا استفاده کېږي نو له يوې خوا به چاپېريال ککړ وي او له بلې خوا به اقتصادي ضربه هم ولري.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.