ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروانيان: د بهرنيو له وتو سره مو بېکاري ډېره شوې

پروانيان: د بهرنيو له وتو سره مو بېکاري ډېره شوې

author avatar
14 Jul 2014 - 13:37
پروانيان: د بهرنيو له وتو سره مو بېکاري ډېره شوې
author avatar
14 Jul 2014 - 13:37

چاريکار (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د پروان ولايت خلک وايي چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره بې روزګاره او له اقتصادي زيان سره مخ شوي دي.

ټاکل شوې د ٢٠١٤ کال تر وروستيو ټول نړيوال ځواکونه له هېواده ووځي او د روان زېږديز کال له پيله راهيسې لسګونه زره نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي.

د پروان ځيني ځوانان وايي چې په افغانستان کې د بهرينو ځواکونو د شتون پر مهال دوى ته د کار زمينه برابره شوې وه، خو اوس چې هغوى وتلي او د وتلو لړۍ يې لا هم روانه ده نو له بېکارۍ سره مخ شوي دي.

د پروان د مرکز چاريکار ښار يوه اوسېدونکي ذبيح الله پژواک اژانس ته وويل چې پخوا يې له بهرنيانو سره دنده ترسره کوله او د مياشتې يې  ٦٠٠ ډالر معاش درلود، خو اوس بې دندې شوى دى.

هغه زياته کړه: ((اوس چې بېکاره شوى يم، له بدو اقتصادي ستونزو سره مخ يم، زما تر څنګ ګڼ نور ځوانان هم بې کاره شوي دي.))

د نوموړي په وينا، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په کار پسې ګرځي، خو نه يې شي پيدا کولى.

ذبيح الله وايي، چې پخوا يې په سوپريم کمپنۍ کې دنده لرله، خو اوس د بهرنيانو په وتلو د سوپريم کمپنۍ فعاليتونه هم کم شوي او خپل مامورين يې شړلي دي.

سوپريم يوه بهرنۍ لوجستيکي کمپنۍ ده، چې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته بېلابېل ډول اکمالات کوي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې ځوانانو ته د کار زمينه پيدا کړي، ځکه چې د ده په وينا، د بې کارۍ په صورت کې يا پر نشو روږدي او يا هم له وسله والو سره يو ځاى کېږي.

 

يو شمېر ځوانان چې له بهرنيو ځواکونو سره يې د ژباړن په توګه دندې ترسره کولې اوس وايي چې د بهرنيانو په وتو سره د بېکاري کچه ډېره شوې ده.

دوى زياتوي چې بهرنيانو ورته ښه معاشونه ورکول او د دوى ګوزاره ورسره روانه وه، خو اوس يې اقتصادي حالت خراب شوى دى.

د محمد سليم په نوم د پروان يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې شپږ کاله مخکې له بهرنيانو سره د ژباړن په توګه دنده پيل کړه او ښه کافي معاش يې اخيست.

هغه وايي، که اوس دولتي دنده اخلي، نو په اته لس زره افغانيو يې ګوزاره نه کېږي، بلخوا د لوړ ډالري معاش چانس نه شي ترلاسه کولى.

په پروان ولايت کې د اميد جوانان په نوم د يوې مدني ټولنې مسوول خطاب احمد وايي چې له هېواده د بهرنيانو له وتلو سره د خلکو ژوند هم بې خونده شوى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې ګڼو بهرنيو موسسو خپل مامورين ايستلي او فعاليتونه يې درولي چې له امله يې خلک بېکاره شوي دي.

د هغه په وينا، د پروان، په ځانګړې توګه د بګرام ولسوالۍ لسګونه ځوانانو د بګرام په هوايي ډګر کې دننه کار کاوه، خو اوس يې ډېر بېکاره شوي دي.

خطاب وايي، د کارونو د نشتوالي له امله ډېرى ځوانان پر نشه يي توکو روږدي شوي او يا يې ورانکاريو ته لاس اچولى دى.

د پروان د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک اژانس ته وويل چې پخوا شاوخوا ٤٠زره افغانانو په بګرام پوځي اډه کې دنده ترسره کوله، خو اوس دا کچه شاوخوا دوولس زرو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، د بګرام په پوځي اډه کې ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابره شوې وه، خو اوس چې ډېرى بهرني ځواکونه وتلي او نور يې په وتلو دي، نو هغه افغانان چې په دې اډه کې يې دندې لرلې، بېکاره شوي دي.

ولسوال وايي چې په بګرام پوځي اډه کې د ژباړنانو تر څنګ په فني او امنيتي برخو کې هم ګڼو افغانانو دندې ترسره کولې.

د پروان ولايت سکتوري رييس محمد طاهر همت هم وايي چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره ٩٠ سلنه وړې پروژې کمې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، وروسته له هغه چې امنيتي مسووليتونه افغانانو ته سپارل شوي، په پروان ولايت کې د بيارغونې کارونه هم کم شوي دي او ٩٠ سلنه د بيارغونې پروژې په دغه ولايت کې کمې شوې دي.

دى وايي، چې بهرنيو ځواکونو د دغه ولايت په روغتيا، پوهنې، کرنه او نورو برخو کې ډېر کارونه کړي دي، خو اوس په ټپه درېدلي دي.

د همت په وينا، د بهرنيانو له خوا په دغه ولايت کې د ترسره شوو پروژو له امله د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راغلى دى.

د پروان والي عبدالبصير سالنګي وايي، چې يواځې ولايتي بيارغونې ډلې (پي ارټي) په دغه ولايت کې د ٣٣٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د بيارغونې کارونه کړي دي.

خو هغه زياتوي، کله چې پي ار ټي په پروان کې تړل شوې، نو د بيارغونې پروژې هم ورسره بندې شوې دي.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازې زکيه سنګين له هېواده د بهرنيو ځواکونو په وتلو اندېښنه څرګندوي او زياتوي چې ډېر کار به د امنيت او کار پر سکتورونو بده اغېزه وشي.

هغه زياتوي چې افغانستان له حساسو حالاتو تېرېږي، امنيت سم نه دى تامين شوى او حکومت نه شي کولى چې ټولو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.