ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پر هوايي ډګر دوه راکټونه توغول شوي

د کابل پر هوايي ډګر دوه راکټونه توغول شوي

author avatar
16 Jul 2014 - 10:43
د کابل پر هوايي ډګر دوه راکټونه توغول شوي
author avatar
16 Jul 2014 - 10:43

کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٣): نن سهار د کابل نړيوال هوايي ډګر اړوند ساحه او په ياده ساحه کې د ملي اردو پر فرقه د راکټ دوه مرمۍ  لګېدلې دي.

د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو رييس سمونوال همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه راکټونه نن سهار پنځه نيمې بجې د ده سبز ولسوالۍ له لوري توغول شوي دي.

د هغه په خبره، د راکټ يوه مرمۍ د کابل هوايي ډګر اړوند او بله هم هوايي ډګر ته څېرمه د ملي اردو په فرقه کې لګېدلې ده.

نوموړى وايي، چې دغه پېښه مرګ ژوبله او مالي زيانونه نه لري.

د کابل هوايي ډګر د ملکي څانګې رييس يعقوب رسول هم وايي، چې دغه راکټونه هېڅ ډول مالي او ځاني زيان نه لري.

د چنګاښ مياشتې په ١٢ مه نېټه هم د کابل پر هوايي ډګر درې راکټونه ولګېدل، چې د راپورونه له مخې يو يې د چورلکو د وسايلو پر انبار ولګېد او د سوځېدو سبب يې شو.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.