محمود راقي: (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٣): د کاپيسا ولايت د عامې روغتيا رياست لپاره جوړې شوې دوه ودانۍ د چنګاښ په ٢٥مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر مرزا محمد رجا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د رياست اداري ودانۍ د ٣٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د اداري ودانۍ د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، چې اوس يې په جوړېدو سره ستونزې لرې شوې دي.
د نوموړي په وينا، د دې تر څنګ په کوهبند ولسوالۍ کې د يوه کلينيک ودانۍ هم جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ډاکټر رجا وايي چې د دې ودانۍ لګښت د فرانسې هېواد له خوا شوى دى.
د عامې روغتيا رييس وويل چې پخوا دغه کلينيک په يوه زړه او وړه ودانۍ کې فعاليت کاوه، چې مراجعين يې له ستونزو سره مخ کړي وو.
نوموړي زياته کړه، چې نن په کوهبند ولسوالۍ کې يو نسايي ولادي کلينيک د دغه ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره پرانيستل شو.
د ده په وينا، پر دغه کلينيک سل زره امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.
د کوهبند ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي خير الله پژواک ته وويل چې دوى د روغتيا په برخه کې ډېرې ستونزې لرلې او له حکومت يې مننه وکړه، چې دوى ته يې روغتيايي اسانتياوې برابرې کړې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن