ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د ارګون بريد حقاني شبکې د پاکستان په مرسته کړى”

” د ارګون بريد حقاني شبکې د پاکستان په مرسته کړى”

author avatar
17 Jul 2014 - 14:19
” د ارګون بريد حقاني شبکې د پاکستان په مرسته کړى”
author avatar
17 Jul 2014 - 14:19

کابل (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٣): د پکتيکا مدني فعالانو د دغه ولايت د ارګون ولسوالۍ د پېښې د څېړنې، له ټپيانو او زيانمنو سره يې د اړينو مرستو غوښتنه وکړه.

د ملي امنيت رياست يوه پخواني چارواکي د يادو مدني فعالانو په ناسته کې وويل، چې د ارګون د بريد پلان د پاکستان استخباراتي ادارې جوړ کړى او “حقاني شبکې” عملي کړى دى.

د موټربم ياده چاودنه وړمه ورځ د ارګون په بازار کې رامنځته شوه چې  له امله يې تر سلو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه واړول.

د پکتيکا ولايت مدني فعالانو نن په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې دغه چاودنه په کلکه وغندله .

په دې غونډه کې د مدني ټولنې غړي شېرباز ځدراڼ وويل، چې د پکتيکا خلکو په تېرو څو کلونو کې له حکومت سره هر راز مرستې کړې، خو د ارګون په پېښه کې د غمرازۍ په موخه تر اوسه لوړپوړي حکومتي چارواکي نه دي ورغلي.

هغه له حکومت او خلکو غوښتنه وکړه، چې د ارګون له خلکو سره هر راز مرستې وکړي؛ ځکه چې د ارګون خلکو د تاريخ په اوږدو کې د ټولو ولايتونو له خلکو سره هر راز مرستې کړې دي.

د مدني ټولنې بل غړي او د ملي امنيت پخواني مرستيال عبدالقيوم کټوازي بيا په ياده ناسته کې وويل، چې په دې چاودنه کې د پاکستان استخباراتي اداره لاس لري.

هغه زياته کړه: ((د دغه بريد پلان د پاکستان اى اېس اى ادارې جوړ کړى او د حقاني ډلې عملي کړى دى.))

دا په داسې حال کې ده چې د يادې خونړۍ چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کټوازي له افغان حکومته غوښتنه وکړه، چې د ياد بريد پر وړاندې جدي غبرګون وښيي او له پاکستان سره ډيپلوماتيکي اړيکې پرې کړي.

دغه راز د مدني ټولنې بل غړي کمال سادات وويل، چې په ارګون کې د امنيتي ځواکونو شمېر کم دى او دغه شمېر بايد لوړ شي.

هغه زياته کړه: ((زه له ولس او حکومت نه غوښتنه کوم چې د ارګون له خلکو سره مرستې وکړي، د ارګون خلک په غم کې دي، په ارګون کې محشر جوړ دى.))

ده وړانديز وکړ، چې په پکتيکا کې د امنيت د ښه ټينګښت په موخه بايد د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو په رهبرۍ کې بدلونونه راشي.

د پکتيکا ولايت مدني فعالانو پرېکړه ليک هم صادر کړ.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د ارګون د چاودنې د لاملونو د څېړلو په موخه بايد هر څه ژر جمهوري رياست او اړوند ارګانونو له خوا يو پلاوى وټاکل شي.

په پرېکړه ليک کې د عامې روغتيا له وزارته غوښتنه شوې چې د يادې چاودنې له ټپيانو سره بېړنۍ مرستې وکړي او هغه ټپيان بهر ته واستوي، چې په هېواد کې يې درملنه ناشونې ده.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د ارګون – ښرنې سړک د خرابوالي له امله د يادې چاودنې يو شمېر ټپيانو پر وخت روغتون پر لاره ساه ورکړې ده.

په پرېکړه ليک کې د ياد سړک او د ارګون د جامع جومات د بيا جوړېدو او له حکومت او کورنيو او بهرنيو مرستندويو موسسو څخه د چاودنې له زيانمن شوو سره د مرستو غوښتنې شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.