ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
17 Jul 2014 - 17:27
author avatar
17 Jul 2014 - 17:27

هرات (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٣): د هرات له سلګونو کورنيو سره د ولايت د مقام له لوري د روژې مياشتې په مناسبت د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د دې مرستو د وېش پر مهال وويل، چې د ولايت مقام به له اړو کورنيو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي له سوداګرو او بډايو هېوادوالو هم وغوښتل، چې د روژې په مبارکه مياشت کې خپل بېوزله هېوادوال له ياده ونه باسي.

د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مرستې يې د ادرسکن، انجيل او ګذرې ولسواليو له ١٢٥٠ کورنيو سره وکړې.

د ده په وينا، په دې مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، چاى، لوبيا او بوره شامل دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.