ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د ښاروالۍ پر ضد لاريون وشو

د لغمان د ښاروالۍ پر ضد لاريون وشو

author avatar
19 Jul 2014 - 10:57
د لغمان د ښاروالۍ پر ضد لاريون وشو
author avatar
19 Jul 2014 - 10:57

جلال اباد(پژواک ٢٨چنګاښ٩٣): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې لسګونو کسانو د ښاروالۍ پر ضد لاريون وکړ او له مسوولينو څخه يې وغوښتل، چې د ښار په بېلابېلو ساحو کې تړل شوي سړکونه بېرته خلاص کړي.

دغه لاريون د چنګاښ په ٢٨مه، د لغمان مرکز مهترلام ښار کې پيل شو او تر يوه ساعت وروسته بېرته په سوله ييزه توګه پاى ته ورسېد.

د لاريون يوه ګډونوال شريف جان پژواک خبري اژانس ته وويل، لاريون يې په دې موخه کړى، چې د سلطان غازي بابا په نوي ښارګوټي کې د لارې پر سر يوه تن کور جوړ کړى دى .

ده زياته کړه، چې ياده ځمکه ورته د ښاروالۍ له لوري ورکړل شوې ده.

نوموړي وويل: (( د دارالمعلمين مخې ته لاره مکمله تړل شوې ده، دا خو غېر قانوني ځمکه ده، چې د ښاروالۍ له لوري ورکول شوې بايد مخنيوى يې وکړي.))

د لاريون يوه بل ګډونوال ببرک نيازي پژواک اژانس ته وويل ، چې د مهترلام ښار ډېرى سړکونه د حکومتي ادارو له لوري تړل شوي دي.

نوموړي وويل ، چې د لغمان د استېناف محکمې مخې ته سړک د محکمې له لوري تړل شوى او همداراز يو شمېر نور سړکونه هم شته، چې امنيتي ځواکونو تړلي دي.

هغه زياته کړه: (( ايسکو ګانې پکې امنيتي ځواکونو ايښي، سړک خو د دې لپاره وي چې څوک پرې تګ راتګ وکړي، خو له بده مرغه چارواکو تړلي دي.))

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د مهترلام د ښاروال نظر هم واخلي، خو پژواک د پرله پسې اړيکو نيولو سره سره هم د نوموړي پر نظر اخيستو ونه توانيد.

خو د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې د سلطان غازي با با په نوي ښارګوټي کې يوه تن په غېر پلان شوې ځمکه کې کور جوړ کړى، چې په خپل وخت ياده قضيه بررسي شوې ده.

نوموړي وويل، چې پر ياد تن محکمې پرېکړه هم کړې، چې قضيه يې څارنوالۍ او له څارنوالۍ څخه امنيه قوماندانۍ ته راجع شوې ده.

هغه زياته کړه: (( قضيه امنيه قوماندانۍ کې ده، دا چې هغوى اجراات کړي او که نه په دې اړه به معلومات له امنيه قوماندانۍ سره وي.))

د لغمان امنيه قوماندانۍ په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

ياده دې وي، چې لاريون کوونکو پر مسوولو چارواکو غږ کاوه، چې که د دوى غږ وانه ورېدل شي، نو دوى به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.