ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې د نبوي سيرت سيالۍ پيل شوې

author avatar
19 Jul 2014 - 16:01
author avatar
19 Jul 2014 - 16:01

مزارشريف ( پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٣ ) :  د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د قران کريم د نزول په وياړ او پر بيت المقدس داسرائيلو د بريدونو په غبرګون د نبوي سيرت سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ، چې د چنګاښ په ۲۸مه، د شهيد توانا فرهنګي مرکز او سادات اجتماعي ټولنې له خوا جوړه شوې وه ، سلګونو کسانو په کې برخه اخيستې ده. 

د توانا مرکز مسوول عبدالرووف توانا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالي د نبوي سيرت په برخه کې ده، چې له ګډون کوونکو يې نن تحريري ازموينه پيل شوه.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده ازموينه کې د ښوونځيو او مدرسو څه باندې ۱۵۰۰ زده کوونکو برخه اخيستې، چې ۷۴۰ يې نجونې دي.

د سادات اجتماعي مرکز مسوول سيد جبار جمال پژواک ته وويل، چې د سيرت په اړه له روانې ازموينې وروسته به د افغانستان په کچه د سيرت نبوي ستوری وټاکي.

نوموړي زياته کړه، چې ياده ازموينه د بلخ ولايت د مدني ټولنو، پوهنې رياست، د علماوو شورا او د ولايتي شورا له خوا د جوړ شوي کمېسيون له لارې اخيستل او څارل  کېږي.

د هغه په وينا، د روژې په ۲۶مه، به د يادې ازموينې د پايلو له لارې د نبوي سيرت ستوری ټاکي.

جمال وويل، چې د نبوي سيرت د سيالۍ غوره ګډون کوونکو ته به نغدي او جنسي ډالۍ ورکړل شي، چې د بېلا بېلو سوداګرو او د ملي شخصيتونو له خوا برابرې کړای شوي دي.

د بلخ د پوهنې رييس قيس مهراين پژواک ته وويل، چې د نبوي سيرت په روانه سيالۍ کې ۹۵ سلنه ګډون کوونکي د دغه ولايت معارف اړوند دي، چې دوی پرې وياړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ورته سياليو له لارې نه يواځې چې زده کوونکي د ديني زده کړو په برخه کې وده کوي، بلکې په اخلاقي توګه د ژوند په چارو کې سمبالېږي.

د مزارشريف ښار د رابعه بلخي لېسې زده کوونکې بنفشې پژواک ته وويل، وياړي چې د نبوي سيرت په سيالۍ کې يې برخه اخيستې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د دغې ازموينې لپاره د نبوي سيرت لوستنې يې پر ژوند مثبت اغېز کړی دی.

د توانا مرکز مسوول عبدالرووف توانا وويل، چې له تېرو پنځو کلونو په بلخ ولايت کې د دغه مرکز له خوا د نبوي سيرت او قران کريم د حفظ سيالۍ تر سره کېږي، چې سلګونه زده کوونکي په کې برخه اخلي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.