مزارشريف ( پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٣ ) : د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د قران کريم د نزول په وياړ او پر بيت المقدس داسرائيلو د بريدونو په غبرګون د نبوي سيرت سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې د چنګاښ په ۲۸مه، د شهيد توانا فرهنګي مرکز او سادات اجتماعي ټولنې له خوا جوړه شوې وه ، سلګونو کسانو په کې برخه اخيستې ده.
د توانا مرکز مسوول عبدالرووف توانا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالي د نبوي سيرت په برخه کې ده، چې له ګډون کوونکو يې نن تحريري ازموينه پيل شوه.
نوموړي زياته کړه، چې په ياده ازموينه کې د ښوونځيو او مدرسو څه باندې ۱۵۰۰ زده کوونکو برخه اخيستې، چې ۷۴۰ يې نجونې دي.
د سادات اجتماعي مرکز مسوول سيد جبار جمال پژواک ته وويل، چې د سيرت په اړه له روانې ازموينې وروسته به د افغانستان په کچه د سيرت نبوي ستوری وټاکي.
نوموړي زياته کړه، چې ياده ازموينه د بلخ ولايت د مدني ټولنو، پوهنې رياست، د علماوو شورا او د ولايتي شورا له خوا د جوړ شوي کمېسيون له لارې اخيستل او څارل کېږي.
د هغه په وينا، د روژې په ۲۶مه، به د يادې ازموينې د پايلو له لارې د نبوي سيرت ستوری ټاکي.
جمال وويل، چې د نبوي سيرت د سيالۍ غوره ګډون کوونکو ته به نغدي او جنسي ډالۍ ورکړل شي، چې د بېلا بېلو سوداګرو او د ملي شخصيتونو له خوا برابرې کړای شوي دي.
د بلخ د پوهنې رييس قيس مهراين پژواک ته وويل، چې د نبوي سيرت په روانه سيالۍ کې ۹۵ سلنه ګډون کوونکي د دغه ولايت معارف اړوند دي، چې دوی پرې وياړي.
نوموړي زياته کړه، چې د ورته سياليو له لارې نه يواځې چې زده کوونکي د ديني زده کړو په برخه کې وده کوي، بلکې په اخلاقي توګه د ژوند په چارو کې سمبالېږي.
د مزارشريف ښار د رابعه بلخي لېسې زده کوونکې بنفشې پژواک ته وويل، وياړي چې د نبوي سيرت په سيالۍ کې يې برخه اخيستې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د دغې ازموينې لپاره د نبوي سيرت لوستنې يې پر ژوند مثبت اغېز کړی دی.
د توانا مرکز مسوول عبدالرووف توانا وويل، چې له تېرو پنځو کلونو په بلخ ولايت کې د دغه مرکز له خوا د نبوي سيرت او قران کريم د حفظ سيالۍ تر سره کېږي، چې سلګونه زده کوونکي په کې برخه اخلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن