ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې سږ کال صدقه فطر ٤٠ افغانۍ ده

په کابل کې سږ کال صدقه فطر ٤٠ افغانۍ ده

author avatar
19 Jul 2014 - 13:44
په کابل کې سږ کال صدقه فطر ٤٠ افغانۍ ده
author avatar
19 Jul 2014 - 13:44

کابل (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٣ ) : که څه هم د افغانستان سترې محکمې د صدقه فطر (سرسايې) په اړه رسمي اعلان نه دى کړى، خو ديني علماء وايي، چې په بازار کې د “خورد کم يو چارک” د غنمو د ورځني بيې په حساب ٤٠ افغانۍ صدقه فطر يا سرسايه بايد ورکړل شي.

د کابل ښار په منډويي کې د حاجي فضل الرحمن په نامه يوه سوداګر د چنګاښ په ٢٨مه، پژواک اژانس ته وويل، چې نن په بازار کې د يو من (اوه کيلوګرام يا څلور چارکه)) سپينو غنمو بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

د غنمو د دې بيې له مخې، د خورد کم يو چارک غنمو بيه څه کم ٤٠ افغانۍ کېږي، خو علماء وايي، چې د احتياط له مخې که ٤٠ افغانۍ ورکړل شي، نو مناسبه به وي.

د افغانستان د سترې محکمې د دارلافتاء رييس مولوي صديق الله مسلم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شريعت له مخې مميز، خرما، غنم او اوربشې بايد د صدقه فطر په توګه ورکړل شي.

هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې غنم ډېر مروج دي، نو بايد خوردکم يو چارک (يو کيلو او اته سوه ګرامه) غنم د يوتن  پر سر ورکړل شي.

مولوي مسلم پر دې ټينګار کاوه، چې له فقيرانو او بېوزلو سره د ښې مرستې په توګه بايد شتمن خلک مميز او يا هم خرُما (نيم من يا څه کم څلور کيلوګرامه) ورکړي.

په بازار کې د نن ورځې د اوسط  ممېزو د ورځنۍ بيې له مخې، ديوتن پر سر اوه سوه افغانۍ او د خرماوو د ورځنۍ بيې له مخې ديوتن پر سر ٣٥٠ افغانۍ ورکړل شي.

د سترې محکمې ددارالافتاء رييس وايي، پر هغو کسانو صدقه فطر واجبيږي، چې د زکات نصاب ولري، د زکات نصاب د ٨٥ ګرامو سرو زرو په بيه پيسې درلودل، چې يو کال پرې اوښتى وي.

په بازار کې د تېرې پنجشنبې په ورځ (٢٦ چنګاښ) د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ وه.

مولوي مسلم وويل، چې صدقه فطر د فقيرانو او بېوزلو حق دى، خو که چېرې په خپلوانو کې يې دغه خلک وي، نو بيا د لومړيتوب دغه حق د اقرباوو دى.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ځينې خلک د جومات ملا امامانو ته صدقه فطر ورکوي، مولوي مسلم وويل، چې که هغه فقير وي او د حق الزحمې په توګه يې نه اخلي، نو بيا ورکول يې ښه کار دى.

خو مولوي مسلم زياته کړه، چې که ملا امام فقير نه وي او د صدقه فطر پيسې ورته د حق الزحمې په توګه ورکول کېږي، نو بيا په هېڅ ډول جايز نه دي.

ديني عالم قاضي محمدحسن حقيار وايي، بهتره دا ده، چې صدقه فطر بايد د کوچني اختر له لمانځه مخکې ورکړل شي، خو زياتوي چې له لمانځه وروسته د هماغې ورځې تر زواله پورې ورکول کېداى شي.

هغه پژواک ته وويل، چې تر زوال وروسته که چا صدقه فطر ورکړه، نو بيا دغه واجب نه ادا کېږي.

حقيار وايي، که چا له اختره څو ورځې مخکې فقيرانو ته دغه پيسې ورکړې، نو ثواب يې ځکه ډېر دى، چې فقيران ترې ښه ګټه پورته کولى شي.

نوموړي وويل، چې د هېواد د هرې سيمې خلک دې د خورد کم يو چارک غنمو په بيه د يوتن پر سر سرسايه يا صدقه فطر ورکړي.

د اهل تشيع د فقهې جعفريه علماوو سږ کال د يوتن پر سر صدقه فطر ٧٠ افغانۍ اعلان کړې ده.

د کابل ښار د ١٣مې ناحيې د دشت برچي په سيمه کې د پل خشک د ابا صالح مهدي د جامع جومات خطيب حاجي عبدالقدير عالمي پژواک اژانس ته وويل، چې د فقه جعفريه له مخې د يوتن  پر سر ٣ کيلوګرامه اوړه ټاکل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په بازار کې يې د اوړو د ورځې بيې له مخې ديوتن پر سر ٨٥ افغانۍ صدقه فطر ټاکلې ده، خو که ٩٠ افغانۍ ورکړل شي، نو بهتره ده.

هغه زياته کړه، چې فطر صدقه پر هغه چا واجبيږي، چې فقير نه وي او د يوه کال لګښتونه ولري او يا هم بالقوه کارګر وي، چې د هرې ورځې لګښت پيدا کولى شي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.