ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تروو اوبو د بادغيس زرګونو کورنيو ته جدي ستونزه جوړه کړې

تروو اوبو د بادغيس زرګونو کورنيو ته جدي ستونزه جوړه کړې

author avatar
20 Jul 2014 - 11:46
تروو اوبو د بادغيس زرګونو کورنيو ته جدي ستونزه جوړه کړې
author avatar
20 Jul 2014 - 11:46

قلعه نو (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٣): د بادغيس ولايت د مرکز او دوو ولسواليو اوسېدونکي د تروو اوبو له ستونزې ځورېږي او شکايت کوي چې ځيني کسان له همدې امله له روغتيايي ستونزې سره مخ دي.

د بادغيس مرکز، د مقر او ابکمري ولسوالۍ خوږې اوبه نه لري؛ د دغو سيمو ځيني اوسېدونکي د باران له زېرمه شوو او يا هم تروو اوبو کار اخلي، خو شتمن اوسېدونکي يې بيا خوږې اوبه په بيه پېري.

د بادغيس د وګړو او احوال د ثبت اداره د هغو کسانو شمېر چې خوږې اوبه نه لري، نږدې ٢٠٠ زره کسه اټکل کړى دى.

د مقر ولسوالۍ د سنګ اتش اوسېدونکي عبدالرووف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو سيمو د اوبو د تريو والي له امله د څاګانو کيندل هم ګټه نه لري او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د باران اوبه په سرپټو حوضونو کې زېرمه کوي او بيا ترې کار اخلي.

خو د هغه په خبره، زېرمه شوې اوبه بسنه نه کوي، ځکه چې د اوبو زېرمه کولو ته جوړې شوې زېرمې کوچنۍ دي او خلک له دې امله لوى حوضونه نه شي جوړولى چې زېرمه شوې اوبه د وخت په تېرېدو سره چټلېږي او د کارونې وړ نه وي.

خوږې اوبه له قادس ولسوالۍ، چې له دې سيمې ٥٠ کيلومتره واټن لري، يا د ابکمري ولسوالۍ د خوږو اوبو چينې څخه د ٦٠ کيلومتره واټن په درلودلو سره د ټانکرونو په وسيله د سنګ اتش سيمې ته لېږدول کېږي.

د عبدالرووف په خبره، هغه کسان چې اقتصادي توان لري، يوه اتلس لېتره بوشکه خوږې اوبه په ٥٠ افغانۍ پېري، خو هغه کسان چې اقتصادي توان يې نه شته، کله يې چې د خوږو اوبو زېرمې ختمې شي، نو له تروو اوبو کار اخلي.

هغه زياته کړه: ((خپله هم د دې شاهد يم، هغه کسان چې د اوبو د پېر او يا د باران د اوبو د زېرمه کولو توان نه لري، له تروو اوبو کار اخلي، چې ځيني يې د قي او نس ناستي په ناروغۍ کړي دي.))

نوموړي د بېلګې په توګه وويل، چې د سنګ اتش يوه اوسېدونکي محمديوسف څو ورځې وړاندې دوه ماشومان چې په نس ناستي اخته وو، د مرکب په وسيله د دې سيمې کلينيک ته راوړل.

عبدالرووف زياته کړه: ((يوسف يو دهقان دى، د خوږو اوبو د پېرلو وس نه لري، خو ډاکټرانو ورته سپارښتنه کړې، چې ماشومان دې يې تروې اوبه نه کاروي.))

نوموړي د محمديوسف حالت مايوس کوونکى وباله او او له مسوولو چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د خلکو دغه ستونزه حل کړي.

د ابکمري ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي عبدالباعث هم د دې ولسوالۍ په مرکزي سيمو کې د خوږو اوبو د نشتوالي له ستونزې شکايت وکړ.

هغه وويل، چې د خوږو اوبو چينه د دوى له کلي نږدې ٥ کيلومتره، خو د دې ولسوالۍ له ځينو سيمو څخه ١٢ کيلومتره واټن لري.

د هغه په خبره، په دې ولسوالۍ کې هم ځيني خلک د باران له زېرمه شوو اوبو او ځيني هم له تروو اوبو کار اخلي او يو شمېر نور يوه ١٨ لېتره بوشکه خوږې اوبه له ٤٠ تر ٥٠ افغانيو په بيه پېري.

نوموړي زياته کړه: ((تاسې پوهېږئ چې د بادغيس ډېرى خلک مال لرونکي او يا هم کروندګر دي، په دغه موسم کې ټول خلک له کلو کډه کېږي، يا د پستې د ځنګل په منځ او يا هم د خپلو حاصلاتو د ټولولو لپاره غرونو ته ځي، چې په هغو سيمو کې اوبه نشته او اړ دي چې د ابکمري سيند له تروو اوبو، چې په خرو يې لېږدوي، ګټه واخلي.))

عبدالباعث وويل، چې له تروو او غير روغتيايي اوبو څخه ګټه اخيستنې خلکو ته روغتيايي ستونزې پيدا کړې دي: ((زه د ګاونډي د دوو ماشومانو شاهد يم، چې څه موده وړاندې يې کولرا ناروغۍ ژوند واخيست.))

ياده سرچينه له چارواکو غوښتنه کوي، څو دې ستونزې ته پاملرنه وکړي او دوى ته د خوږو اوبو په چمتو کولو کې اړينې هڅې وکړي.

خو د دغه ولايت د کلو پراختيا مرستيال رييس انجنير محمد عثمان وويل، چې په په وروستيو کلونو کې د دې دوو ولسواليو ځينو کورنيو له تروو اوبو ګټه اخيسته، د اوبو کوچنۍ زېرمې جوړې شوې، څو د باران اوبه په کې راټولې او خلک ترې کار واخلي.

هغه زياته کړه: ((همدا اوس خلک له هغه حوض نه ګټه اخلي، خو په دې اړه چې حوضونه خپله د خلکو د نه پاملرنې له امله تش پاتې کېږي، بايد خپله يې خلک ځواب ووايي.))

نوموړي څرګنده کړه، چې تېر کال د دغه ولايت له قادس ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز قلعه نو ته د خوږو اوبو د لېږد پروژې کار پيل شو، خو د قادس ولسوالۍ د خلکو د مخالفت له امله پرې تر اوسه نه ده عملي شوې.

د هغه په خبره، هڅې روانې دي چې د قادس خلکو ته تر قناعت ورکولو وروسته د دې پروژې کار بېرته پيل شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې په اوږد مهال کې کولى شي ياده شبکه له قلعه نو څخه مقر او قادس ولسواليو ته هم وغځوي.

د تروو اوبو ستونزه د دغه ولايت په مرکز قلعه نو کې هم شته.

د کابل ښار اوسېدونکو انجنير عبدالحميد، چې د کار ترسره کولو لپاره قلعه نو ته تللى وويل، چې په قلعه نو کې د اوبو نلونه شته، خو د اوبو رسولو شبکې اوبه يې د څښلو وړ نه دي، ښه خوند نه لري او ويل کېږي چې ګچ په کې دى.

 

نوموړي وويل:(( موږ معدني اوبه کاروو، خو هغه کسان، چې د خوږو اوبو داخيستلو توان نه لري، رښتيا هم يوه ستونزه ده، خو اړ دي، چې د نل اوبه وکاروي.))

انجنيرعبدالحميد وويل، چې دولت بايد ددغه ستونزې د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې د قلعه نو د هغه اوسېدونکو روغتيا ګواښي، چې د خوږو اوبو د اخيستلو وس نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د قلعه نو د اوسېدونکو لپاره د څښاک د اوبو په برخه کې د دغه ولايت په مرکز کې د قرقيتو پر چينه د اوبو د تصفيې دوې دستګاوې لګول شوې دي.

د دې چينې اوبه له چاڼ وروسته د هغې شبکې له لارې، چې د سردار محمد داوودخان د حکومت پر مهال جوړه شوې او تېر کال د اسپانيا ولايتي بيارغونې ډلې له خوا بيار ورغول شوه، وېشل کېمږي.

خو د قلعه نو اوسېدونکي عبدالمجيد هم وويل، چې دغه اوبه د څښلو وړ نه دي، ځکه چې ګچ لري او يو څه تروې هم دي، خو د نورو اړتياوو د پوره کولو لپاره کارېدلى شي.

نوموړي د دغو اوبو له غير عادلانه وېش څخه هم شکايت وکړ او ويې ويل، چې د قلعه نو ځينې سيمې په يوه مياشت کې يواځې د څو ساعتونو لپاره د نل له اوبو ګټه اخيستلى شي، خو د ځينو سيمو نلونه ٢٤ ساعته اوبه لري.

عبدالمجيد زياته کړه، چې د قلعه نو ډېرى اوسېدونکي اړ دي چې د اوبو او باران، ځينې هم په بازار کې له معدني اوبو څخه ګټه واخلي او ځينئ بيا د څاګانو له تروو اوبو ګټه واخلي.

د دغه ولايت د اوبو رسونې مدير عبدالسلام محمدي هم د دې پخلى وکړ، چې د قرقيتو چينې د اوبو شبکه چې ظرفيت يې له شپږ انچو زيات نه دى او اړتياوې نه شي پوره کولى؛ خو ټينګار کوي چې د قلعه نو ښار ټول اوسېدونکي هرې څلور ورځې وروسته د دې شبکې اوبه ترلاسه کولى شي.

هغه زياته کړه، چې د قلعه نو د اوبو رسولو شبکې اوبه کچ نه لري او د څښاک وړ دي.

د بادغيس ولايت د روغتون سرطبيب ډاکټر محمد ابراهيم محمدي په دغه ولايت کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت پخلى وکړ او ويې ويل، چې غير صحي او تروې اوبه په دغه ولايت کې د ځينو ناروغيو پيدا کېدو سبب ګرځېدلې دي.

نوموړي وويل، چې په دغه ولايت کې غير روغتيايي اوبه د کليوي، معدې، مثانې ډبرې، طرق بولي او نورو ناروغيو لامل ګرځېدلې دي.

نوموړي د شمېرو له وړاندې کولو پرته وويل، چې دا ډول زياتو ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې ده.

ډاکټر محمدي خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د خپل ځان او په ځانګړي ډول د خپلو ماشومانو د روغتيا ساتلو لپاره خوږې اوبه په هره بيه ترلاسه کړي او وکاروي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.