هرات (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): د هرات سوداګرو او ولايتي ادارې د ارګون د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ له مخې ٦٠ زره ډالره نغدي مرسته اعلان کړه.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي نن (د چنګاښ ٢٩مه) له يو شمېر ملي سوداګرو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې دا مرستې به د يوه ځانګړي پلاوي له لوري پکتيکا ته ورسوي.
وحيدي وويل، چې دا نغدي مرسته به يوازې د ارګون پېښې له زيانمنو کورنيو سره ترسره شي.
د تېرې اونۍ د سې شنبې په ورځ د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د موټربم چاودنې شاو خوا ٥٠ تنه ووژل او ٧٠ نور يې ټپيان کړل.
ځايي چارواکو د پېښې ټول قربانيان ولسي وګړي بللي دي.
افغان حکومت د دې پېښې غندنه کړې او د قربانيانو له کورنيو سره يې د مرستو تر څنګ له پانګوالو غوښتي، چې خپلې مرستې ور ورسوي.
د هرات والي او ملي سوداګر په دې خبري ناسته کې د پکتيکا د ارګون له زيانمنو کورنيو سره د لا زياتو مرستو ژمنه وکړه او له نور سوداګرو يې هم وغوښتل چې مرستې وکړي.
تېره ورځ په کابل کې دختيځو ولايتونو اوسېدونکو هم د ارګون له قربانيانو سره د مرستو راټولولو لړۍ پيل کړه او په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د مرستو ټولولو لړۍ پيل شوې ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن