ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ١٠ زره ماشومان د اسهال په ناروغۍ اخته شوي

د کندهار ١٠ زره ماشومان د اسهال په ناروغۍ اخته شوي

author avatar
20 Jul 2014 - 09:48
د کندهار ١٠ زره ماشومان د اسهال په ناروغۍ اخته شوي
author avatar
20 Jul 2014 - 09:48

کندهار (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): د کندهار ښار د ميرويس روغتون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د هوا له ګرمېدو سره د ماشومانو د نس ناستې ناروغي زياته شوې او له تېرو څلورو مياشتو راهيسې لږ تر لږه ١٠ زره ماشومان پرې اخته شوي دي.

د ميرويس روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر صديق د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ککړ چاپېريال له امله په ماشومانو کې د نس ناستې ناروغي زياته شوې ده.

هغه زياته کړه، د روان کال په تېرو څلورو مياشتو کې دغه روغتون ته په نس ناستې ناروغۍ اخته شاوخوا ١٠ زره ماشومان د درملنې لپاره ور وستل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د ياد روغتون د ماشومانو څانګې ډاکټرانو له دې ډلې ډېرى په شديد اسهال اخته ماشومان بستر کړي او تر درملنې وروسته يې رخصت کړي دي.

ده وويل: ((د کندهار د ميرويس روغتون د ماشومانو څانګه هره ورځ لږ تر لږه ٣٠ تنه په شديد اسهال اخته ماشومان بستروي او د هغوى درملنه کوي.))

دغه ډاکټر وېره وښوده چې که د ناپاک چاپېريال او ناپاکو اوبو پر وړاندې اقدام و نه شي، نو په ماشومانو کې د اسهال ناروغي نوره هم زياتېدلاى شي.

يو شمېر مېرمنو چې خپل ماشومان يې د ميرويس روغتون د ماشومانو په وارډ کې بستر کړي وو، وويل چې اولادونه يې د پاکو اوبو د نشتوالي او ډېرې ګرمې له امله په اسهال اخته شوې دي.

٤٠ کلنه لطيفه د کندهار ښار د نهمې ناحيې (لويې ويالې) اوسېدونکې ده، دا وايي، دوې ورځې کېږي چې ماشوم يې اسهال شوى او اوس يې په ميرويس روغتون کې بستر کړى دى.

هغې پژواک اژانس ته وويل: ((له يوې خوا سخته ګرمي او له بلې خوا روژه ده، مياشت وشوه چې برق خراب شوى، په کور کې د څښلو څاڅکى اوبه نه لرو او خپل ماشومان مجبوروو چې له لرې ځايه په پلاستيکي ډبو کې اوبه راوړي.))

دا وايي، ښه پوهېږي چې زوى يې د ناپاکو اوبه له امله د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوى، خو وايي چاره نه لري او مجبوره ده له همدغو اوبو استفاده وکړي.

له ښکارپور دروازې راغلې يوې مېرمنې نجيبې هم ورته ستونزه يادوله او ويل يې چې ماشوم يې ناڅاپي په اسهال اخته شوى او د ميرويس روغتون د ماشومانو په څانګه کې يې بستر کړى دى.

دا هم د برېښنا له نشتوالي او د هوا له ګرمېدو شکايت کوي او وايي، څوک چې په ورځو- ورځو برېښنا نه لري او په کور کې دې ان د صفايي لپاره هم اوبه و نه لري، نو ماشومان به ضرور د اسهال په ناروغي اخته کېږي.

هغې له دولته وغوښتل چې د ناروغيو د مخنيوي په موخه دې خلکو ته د ژوند اسانتياوې برابرې کړې، تر څو د ناروغيو د خپرېدو مخنيوى وشي.

په کندهار کې د ماشومانو د نس ناستې ناروغي داسې مهال ډېرېږي چې دغلته موسم ډېر ګرم شوى او ورسره د برېښنا جريان هم سخت ټکنى شوى دى.

د کندهار د برېښنا رياست چارواکي وايي، دلته له هغه وروسته برېښنا ټکنۍ شوه چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا غځول شوي مزي په سنګين ولسوالۍ کې د سختې جګړې له امله پرې شول.

چارواکي وايي، په دې ولسوالۍ کې د برېښنا مزي ١٥ ځايه پرې شوي وو، چې اوس يې ١٣ ځايه رغولي، خو دوه ځايه لا هم د ماينونو له امله پاتې دى، چې هغوى يې د ژر جوړولو هڅې کوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.