ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان لپاره د وسله والو طالبانو نوى نومول شوى والي ووژل شو

د بدخشان لپاره د وسله والو طالبانو نوى نومول شوى والي ووژل شو

author avatar
22 Jul 2014 - 16:54
د بدخشان لپاره د وسله والو طالبانو نوى نومول شوى والي ووژل شو
author avatar
22 Jul 2014 - 16:54

فيض اباد (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): امنيتي چارواکو، بدخشان ولايت کې د ١٤ مخالفينو په ګډون دغه ولايت ته د طالبانو له لوري د نومول شوي والي له وژل کېدو خبر ورکړى، خو طالبان بيا وايي، چې مقابل لوري ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د بدخشان د ملي امنيت يوې سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ډله طالبان په جرم ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

 سرچينې زياته کړه، چې د وژل شويو کسانو په ډله کې دغه ولايت ته د طالبانو له لوري نومول شوى والي قاري فخر الدين هم شامل دى.

 د سرچينې په وينا، قاري فخرالدين د قاري فصيح الدين پر ځاى، چې دوه اونۍ وړاندې په جرم ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال  ووژل شو ، ټاکل شوى و.

 طالبانو تر دې دمه د خپل نوي والي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په جرم ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال يې څلور ټانکونه له منځه وړي، چې په پايله کې يې ٨ سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

 طالبانو له دې وړاندې، د قاري فصيح الدين وژنه رد کړې وه.

 امنيتي چارواکو ويلي و، چې قاري فصيح الدين د يوه پاکستاني او تاجکستاني په ګډون له نورو ١٤ تنو سره يو ځاى په جرم ولسوالۍ کې وژل شوى و.

د بدخشان د والي وياند احمد نوين فروتن وويل، چې د جرم ولسوالۍ په اوسنۍ جګړه کې يو تاجکستانى هم وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو د ټانک مخې ته يو ماين چاودېدلى، چې له امله يې يو ملي پوليس، د ملي اردو يو سرتېرى او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د جرم ولسوالۍ د کيب کلي يوه اوسېدونکي احمد جاويد وويل، چې دغه نښته له پرون ورځې راهيسې روانه ده او د جګړې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا چې د نښتې سيمه د دوى له کلي لره پرته ده، د کره مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

بلخوا د بدخشان ولايت د مهاجرينو د راستنېدو چارو رياست وايي، چې د وروستيو دوه مياشتو نښتو له امله د جرم ولسوالۍ مرکز ته له نا امنو سيمو څخه شاوخوا ٧٠ کورنۍ راکډه شوې دي.

د دغه رياست يوه کارکوونکي وجه الله رحيمي پژواک ته وويل، چې دغه کورنۍ تر هغو خېمو لاندې ژوند کوي، چې دوى ته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) او د المان هېواد د اقتصادي همکاريو ادارې (جي ايي زېډ) له لوري ورکړل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې له دغو کورنيو سره مرستندويه موسسو هم خوراکي مرسته کړې، خو د دوى يواځينۍ ستونزه د سرپناه نه شتون دى.

يوه بې ځايه شوي کډوال محمد شريف وويل: ” زه د خپلې کورنۍ له ٨ غړو سره يو ځاى، له تېرو دوو مياشتو راهيسې له کيب کلي څخه د جګړې له ډاره راغلى يم او سخت ژوند تېروو.”

هغه زياته کړه، چې دولت بايد د دوى په سيمو کې امنيت ټينګ کړي او دوى ته په خپلو سيمو کې د اوسېدو زمينه برابره کړي.

خو امنيتي چارواکي وايي، چې په تېرو دوه مياشتنيو عملياتو کې يې د فرغامېرو سيمه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه کړې او اوس يې د جرم ولسوالۍ فرغامنج او خستک سيمو کې، چې د مخالفينو اصلي اډې په کې پرتې دي، پرمختګ کړى او دغو ټولو بې ځايه شويو کورنيو ته به ډېر ژر د اوسېدو زمينه برابره کړي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.