ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تحول او تداوم ټيم: ډاکټر عبدالله د رايو د تفتيش په بهير کې بهرني څارونکي ګومارلي

د تحول او تداوم ټيم: ډاکټر عبدالله د رايو د تفتيش په بهير کې بهرني څارونکي ګومارلي

author avatar
22 Jul 2014 - 19:36
د تحول او تداوم ټيم: ډاکټر عبدالله د رايو د تفتيش په بهير کې بهرني څارونکي ګومارلي
author avatar
22 Jul 2014 - 19:36

کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د تحول او تداوم ټيم وايي، چې د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې د رايو د تفتيش په بهير کې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم، يو شمېر بهرنيان د دوى په ملاتړ د څارونکي په توګه ګومارلي، خو مقابل لورى دا خبره نه مني.

د تحول او تداوم ټيم غړي او د دې ټيم له لوري د ټاکنو په کميسيون کې د رايو د تفتيش يوه څارونکي حليم فدايي د سه شنبې په مازيګر پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى داسې اسناد او شواهد لري، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم، د رايو د تفتيش پرمهال يو شمېر بهرنيان د څارونکو په توګه ګومارلي، ترڅو د دوى په ګټه کار وکړي.

ده زياته کړه: “نن مازيګر څه کم پنځه بجې د دواړو ټيمونو استازو د يوناما له مرستيال سره د تفتيش د روان بهير په اړه خپل نظرونه شريکول، چې په دې ترڅ کې د تحول او تداوم ټيم هغه ته دا اندېښنه څرګندوله، چې يو شمېر بهرنيان د ډاکټر عبدالله په پلوۍ کار کوي، چې په همدې مهال يو بل بهرنى راغى او هغه ته يې ويل، چې ګواکې د اشرف غني څارونکي د رايو په تفيش کې درغلي کوي.”

د هغه په وينا، کله چې د تحول او تداوم ټيم څارونکي سعادت نادري له ياد بهرني څخه د پېژندنې او د څارنې د کارت غوښتنه وکړه، هغه ورته له پېژندنې ډډه وکړه او نه يې هم خپل کار ور وښود، خو تر زيات ټينګار وروسته يې اعتراف وکړ، چې نوموړى د ډاکټر عبدالله د ټيم څارونکى دى.

هغه زياتوي، ياد کس د څارنې کارت نه درلود او کميسيون ته بې له کارت څخه راننوتى دى.

فدايي وايي: “زموږ راپورونه وايي، چې ډاکټر عبدالله له خپل لوري څخه تر ٣٠ پورې دغسې بهرني څارونکي کميسيون ته راننوېستي، کله چې د تفتيش پرمهال ولاړ وي، نو داسې فکر کېږي، چې هغه به د يوناما او يا کوم بل نړيوال څارونکى وي، خو په اصل کې هغه د ډاکټر عبدالله کس وي.”

د ده په خبره، کله چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له څارونکي عبدالسميع پناه څخه يې د ياد بهرني په اړه وپوښتل، هغه ورته په ځواب کې وويل، چې غوښتل يې نوموړي ته د څارنې کارت ترلاسه کړو، خو نن ونه توانېدل.

د تحول او تداوم ياد شوي غړي وويل، اوس هڅه کېږي، چې نوموړى بهرني ته د نړيوال څارونکي په توګه کارت جوړ شي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم يوه وياند مجيب الرحمن رحيمي بيا دا خبره رد کړه، چې ګوندې دوى کوم بهرنى څارونکى لري او نه هم دې ته اړتيا لري.

خو هغه وايي: “نن د دوى له يوه څارونکي (عبدالسميع پناه) سره کوم بهرنى کميسيون ته تللى و او غوښتل يې د څارنې د کارت په اخيستو کې ورسره مرسته وکړي، خو په دې نه و توانېدلي، چې کارت ترلاسه کړي او کميسيون ته له کارت پرته ننوتى و، چې له همدې امله هلته کومه ستونزه رامنځ ته شوې وه.”

دى زياتوي، نوموړى بهرنى نه د دوى استازى دى او نه هم څارونکى.

پژواک له ډېرو هڅو سره سره، ونه توانېد، چې په دې اړه د عبدالله عبدالله د څارونکي عبدالسميع پناه نظر واخلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.