کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د هېواد د سړو سميو د دولتي او غير دولتي ښوونځيو د اوړي رخصتي سر له سبا پيلېږي او د زمري مياشتې تر ١٠ مې نېټې به دوام وکړي.
دغه ټکى د پوهنې وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګند شوى دى.
سرچينې ليکلي: ((ګرانو مسوولينو، ښوونکو او زده کوونکو! د ١٣٩٣ کال د زمري مياشتې له ١١مې نېټې وروسته به بېرته خپلو درسونو ته حاضر وي او د تدريس چارې به له طرحه شوي مهال سره سمې بېرته ترسره کوي.((
د هېواد د سړو سيمو ښوونځي هر کال د ګرمۍ د زياتوالي له امله د اوړي رخصتي لري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن