پلخمري (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې شپږ وسلوال مخالفين، په داسې حال کې وژل کېږي، چې د يادې سيمې خلک وايي، دغه وسلوال مخالفين له کندوز ولايت څخه يادې ولسوالۍ ته راغلي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د مرکزي بغلان په نوروزک سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد کړى او جګړې دوه ساعته دوام درلود.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او اوه نور ټپيان دي، خو امنيتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بشارت زياته کړه، چې د بريد کوونکو دوه مړي په سيمه کې پاتې دي او د سيمې مخورو ته سپارل شوي، تر څو د هغوى کورنيو ته يې وسپاري.
د سيمې خلک له دغو نښتو ډېر اندېښمن دي او وايي، چې د کندوز او مرکزي بغلان تر منځ په سرحد کې د امنيتي پوستو د نه شتون له امله، وسلوالو مخالفينو ته د تېښتې زمينه برابريږي.
د سيمې يوه سپين ږيري ارباب فراموز وويل: “چې کله هم نښته يا عمليات کېږي نو طالبان د کندوز ولايت چاردرې ولسوالۍ ته تېښته کوي.”
هغه زياته کړه، چې د طالبانو د شتون او نښتو د مرکزي بغلان اوسېدونکي ډېر اندېښمن کړي او کرهنې او پټيو ته د دوى د تلو مخه نيسي.
دغه سپين ږيري زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه بايد د کندوز او بغلان تر منځ پر پوله امنيتي پوستې جوړې کړي، ترڅو د طالبانو د تېښتې او شاتګ مخه ونيسي.
امنيتي چارواکي وايي، چې د امنيتي پوستو د جوړېدو موضوع به د ولايت د همغږۍ له شورا سره شريکه کړي، ترڅو د وسلوالو مخالفينو د ګواښ مخه ونيسي.
د يادولو ده، چې وسلوالو مخالفينو دوه اونۍ وړاندې هم د مرکزي بغلان د نوروزک سيمې پر امنيتي پوستو بريد کړى و، چې په پايله کې يې څلور مخالفين او يو پوليس وژل شوى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن