محمودراقي (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د کاپيسا ولايت چارواکي وايي چې په اله ساى ولسوالۍ کې ځايي خلکو د وسله والو پر وړاندې پاڅون کړى دى.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اله سای لسګونه اوسېدونکي له وسلو سره له امنيتي ځواکونو سره يو ځای شوي او غواړي د خپلې سيمې ساتنه په خپله وکړي.
هغه زياته کړې چې د سيمې اوسېدونکي د وسله والو له ځورونو او ظلمونو په تنګ شوي وو او اوس يې هوډ کړى چې هغوى به له خپلو سيمو شړي.
والي وايي، چې د سيمې ٤٦ تنه چې پخوا نامسوول وسله وال وو، اوس له دولت سره يو ځاى شوي او له امنيتي ځواکونو سره به په ګډه د وسله والو مخالفينو پر ضد فعاليت کوي.
همدا ډول د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيد عباس سادات وايي چې دوی به د پاڅون کوونکو لپاره ټول امنيتي امکانات برابروي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د اله سای د سکين درې او نورو سيمو په لسګونه ځوانان له امنيتي خواکونو سره يو ځای شوي او غواړي د وسله والو پر ضد وجنګېږي.
د هغه په وينا، سکين دره له اله سای او د لغمان سره ګډه پوله لري او په دې اړه يې د لغمان له امنيې قوماندانۍ سره هم خبره شريکه کړې ده.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څو اونۍ مخکې وسله والو په سکين کې د لسګونو کسانو کورونه له دولت سره د همکارۍ په تور سوځولي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن