ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

دوو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
23 Jul 2014 - 17:02
دوو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
23 Jul 2014 - 17:02

سمنګان، هرات (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د سمنګان امنيتي مسوولين وايي، چې له وسله والو مخالفينو سره په نښته کې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې وسله وال يې نيولي دي.

د سمنګان امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بېک زاد د چهارشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ٧:٣٠بجې درېيو وسله والو مخالفينو د فيروز نخچير ولسوالۍ پر دخولي امنيتي پوستې بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وواژه او بل ټپي کړ.

ده زياته کړه، ياد کسان له پېښې وروسته تښتېدلي، خو امنيتي ځواکونو د سيمې د خلکو په همکارۍ د پلټنې په عملياتو کې نن له غرمې مخکې کابو يوولس بجې له څو ساعته نښتې وروسته د يادې ولسوالۍ د ملاقدوس په سنګر کې ونيول.

د هغه په وينا، ياد کسان هر يو ملا محمد اکبر، ملا محمد ياسين او ګل رحمن دي، چې له دوى څخه درې ميله وسله هم نيول شوې ده.

بېک زاد وايي، ملا محمد اکبر شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کابل له څرخي پله زندان او ملا محمد ياسين د سمنګان ولايت له زندان څخه خوشې شوي وو.

له بلې خوا د هرات امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په مرکز کې يې څلور تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمونال عبدالرووف احمدي، پژواک اژانس ته وويل، چې پوليسو په هرات ښار کې د جمال په نوم يو تن له درې کيلوګرامه هيروينو سره نيولى دى.

هغه زياتوي، همدارنګه دوى په دوهمه امنيتي حوزه کې د شيرين جان په نوم يو تن له لس کيلوګرامه نشه يي توکو (چرسو) سره نيولى او تر نظارت لاندى دى.

دى وايي، دغه راز پوليسو د هرات د دوهمې امنيتي حوزې اړوند په باغ ازادي سيمه کې درې تنه د غير قانوني وسلو د وړلو په تور نيولي او اوسمهال د زياتو څېړنو په موخه تر څارنې لاندې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.