ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د هسکې مېنې د ښوونکو معاشونه تښتولي

وسله والو د هسکې مېنې د ښوونکو معاشونه تښتولي

author avatar
23 Jul 2014 - 11:39
وسله والو د هسکې مېنې د ښوونکو معاشونه تښتولي
author avatar
23 Jul 2014 - 11:39

جلال اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٣ ): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونکو معاشونه چې له مرکزه ولسوالۍ ته لېږدول کېدل، په لاره کې وسله والو وړي دي.

د دغه ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره اونۍ وسله والو د هسکې مېنې ولسوالۍ د مريض کنډو په سيمه کې د ښوونکو د معاش نهه سوه زره افغانۍ وړې دي.

شينوارى زياتوي چې د يادو پيسو د بېرته ترلاسه کولو په موخه يې هڅې پيل کړې، خو تر اوسه يې نتيجه نه ده معلومه شوې.

هغه زياته کړه: ((دغه معاش د هسکې مېنې د دريو ښوونځيو چې يوه يې لېسه، بل يې منځنى ښوونځى او يوه يې مدرسه ده، د وسله والو له لوري لوټل شوي دي.))

شينوارى وايي، چې د يادو ښوونکو معاشونه له عادي بوديجې ورکول کېږي او که چېرې معاشونه يې له وسله والو ترلاسه نه شي دوى نورې پيسې نه لري چې معاشونه ترې ورکړي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو د پوهنې رياست اړوند د يوې مدرسې او دوو ښوونځيو معاشونه تښتولي دي.

سرچينه زياتوي چې يو شمېر قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو هڅې وکړې، څو له وسله والو بېرته تښتولې پيسې ترلاسه کړي خو بريالي نه شول.

د هسکې مېنې ولسوالۍ يوه ښوونکي پژواک اژانس ته وويل چې پر قومي مشرانو سربېره دوى هم د خپلو معاشونو د بېرته لاسته راوړلو لپاره له وسله والو سره اړيکې نيولې وې، خو هغوى ورته کوم مثبت ځواب نه دى ورکړى.

ده زياته کړه: ((موږ ښوونکي يو، په ډېر غربت کې دلته ژوند کوو، سترګې مو يواځې معاش ته وې او هغه هم رانه وسله وال يوسي، څه وکړو؟))

هغه پر ولايتي ادارې غږ وکړ، چې د ښوونکو ستونزو ته په کتو دې د هغوى د معاشونو غم وخوري.

د سيمې يوه بل اوسېدونکي خيالي ګل هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر قومي مشران او د ښوونځيو استادان په ګډه د وسله والو له مسوولينو سره کېناستل خو هغوى يې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وايه.

نوموړي وويل: ((اصلاً دلته څو ډلې موجودې دي، په خپلو کې هم سره ورانې دي، خو زموږ ټول ولسونه د ښوونکو پر معاشونو خفه دي.))

تر دې مهاله وسله والو په دې اړه رسنيو ته څۀ نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.