ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې ١٨ وسله وال وژل شوي

په هلمند کې ١٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
23 Jul 2014 - 15:46
په هلمند کې ١٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
23 Jul 2014 - 15:46

لښکرګاه (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۳): په هلمند کې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ۱۸ وسله وال طالبان  وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو دعامه اړيکو مسوول ډګروال محمدرسول ځاځي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو کنډک د سنګين  په بارکزو سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

دى وايي چې په همدې ورځ په نادعلي ولسوالۍ کې هم د ملي اردو له سرتېرو سره په نښته کې دوه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

نوموړي وويل چې د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج  سيمه کې د ايساف په يوه هوايې بريد کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې تېره شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې دافغان ګډو ځواکونو په يوه کمين کې دطالبانو لخوا تش په نوم دباغران ولسوال ملا اختر محمد له دري نورو کسانو سره  ژوندی نيول شوی دی.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه ولايت په نورو برخو کې يې د ګڼ شمېر کورنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

د يو بل خبر له مخې، په لغمان کې ملي امنيت منسوبينو يو زر کيلوګرامه چاودېدونکي توکي له دوو تنو لېږدوونکو سره نيول شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې ياد توکي د قرغيو ولسوالۍ اړوند د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د سرخکانو په سيمه کې  نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د ملي امنيت منسوبينو د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ په يو هينو ډوله موټر کې ۱۰۰۰ کيلو ګرامه امونيم نايتريت چې د بمونو په جوړولو او چاودېدونکو توکو کې ترې کار اخېستل کېږي ، نيولي دي.

د ځواک په خبره چې د يادو توکو پر تور يې دوه تنه تورن اشخاص هم نيولي دي چې دا مهال تر پوښتنو ګرويګنو لاندې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.