ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې چاودنې لس ملکي وګړي ټپيان کړي

کونړ کې چاودنې لس ملکي وګړي ټپيان کړي

author avatar
23 Jul 2014 - 14:59
کونړ کې چاودنې لس ملکي وګړي ټپيان کړي
author avatar
23 Jul 2014 - 14:59

اسعداباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): په کونړ ولايت کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى، يو پوليس او لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيـب سيدخېل د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن  له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې په څوکۍ ولسوالۍ کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي د يادې ولسوالۍ د جمعيت لېسې ترڅنګ د شګو په يوه ډېرۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د نوموړي په وينا، کله چې د پوليسو ګزمه له دغه ځايه تېرېده، نو د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى.

امنيه قوماندان وويل چې تر يادې چاودنې وروسته څو نورې چاودنې هم وشوې، چې په پايله کې يې د سيمې لس ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

سيدخېل وايي چې په سيمه کې نور ماينونه هم ځاى پر ځاى شوي وو، چې د پوليسو له خوا شنډ شوي دي.

د اسعداباد د مرکزي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک ته وويل چې دوى ته نهه ټپيان ور وړل شوي  او روغتيايي حالت يې ښه دى.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.