واشنګټن (پژواک ٢ زمرى ٩٣): امريکا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو د بيا څېړنې پر پروسې ډاډ څرګند کړ ، خو دا يې هم په ډاګه کړه چې د دې پروسې پر مهال به ځينې ستونزې رامنځته کېږي.
د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لانجه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کري په منځګړيټوب په دې توګه هواره شوه ، چې ټولې رايې به بيا له سره تفتيش کېږي.
له تېرې اونۍ راهيسې دا پروسه پيل شوې، خو په دې منځ کې دوه ځلې د رايو بيا څېړنه د دواړو کانديدانو د ټيمونو تر منځ د اختلافاتو له امله ځنډېدلې ده.
دامريکا د متحدو ايالتونو د رايو د بيا څېړنې پر پروسې ډاډ څرګند کړى ، خو وايي چې د دې پروسې پر مهال به ځينې موضوعاتو راپورته کېږي او دا يې د معمول برخه ګڼلې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماري هارف پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې دوى غواړي دغه پروسه ژر تر ژره بشپړه شي.
هغې زياته کړې: ((موږ تر اوسه له دې پروسې مطمئن يو.))
خو نوموړې وويل، د افغانستان د ټاکنو پخوانۍ شخړې ته په کتو دا له امکانه لرې نه ده، چې د بياڅېړنې پروسې پر مهال ځينې ستونزې او موضوعاتو راپورته شي.
ماري هاف وايي، چې اړوند مسوولين بايد راپورته کېدونکو موضوعاتو او ستونزو ته ژر تر ژره رسېدګي وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې د دې پروسې پر مهال د ملګرو ملتونو د رول ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې دې ادارې ورته يو چوکاټ جوړ کړى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن